شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهطالبانو پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژلي دي

طالبانو پکتیا کې ۱۴ سرحدي سرتیري وژلي دي

تاند، جمعه، د جوزا ۹ مه: وسلوالو طالبانو تیره شپه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې پر سرحدي پوستو بریدونه کړي چې په برید کې د سرحدي ځواکونو ۱۴ سرتیري وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.

ملي دفاع وزارت پېښه تاییدوي او وایي، طالبانو تیره شپه د پکتیا ولایت پر ډنډ پټان ولسوالۍ ډله ییز برید کړی چې له امله یې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي او۳ نور ټپیان دي.

وزارت وایي، د وسلوالو طالبانو دغه برید یې په شا تمبولی او په مقابل نښته کې یې د طالبانو ګڼ وسلوال هم وژلي دي خو د وسلوالو طالبانو د مرګ ژوبلې دقیق ارقام یې نه دي ورکړي .
د دې وزارت ویاند روح الله احمدزي تاند سره په خبرو کې وویل طالبان په داسې حال کې دغه حمله کوي، چې دې ډلې تر اوسه د اوربند د ماتېدو خبره نه ده خپره کړي.

بل لور ته نن سهار د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې، د طالبانو له بریدونو سره سره د دغه ډلې نا اعلان شوی اوربند هم دوام لري.

یوازې پکتیا نه بلکي په فراه، پروان او زابل ولایتونو کې هم د نښتو او مرګ ژوبلو خبرونه ورکول شوې دي.
وسلوالو طالبانو بیا د دغه بریدونو او خپلو وسلوالو ته د مرګ ژوبلې به اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

3 COMMENTS

  1. لعنت د ‌په داسی دولت شی چه خپل دوخمن لا نه پیژنی ملت یی گرده سره قتل کر.

  2. دا لعنتی طالیبان له یوی خوا د سولی او اتش بس تبلیغ کوی او له بلی خوا زمونږ ورونه شهیدان کوی لعنت په دا هیبت الله کونی چه د موافقی او سولی ناری وهی مګر سربازان را وزنی۰
    شهیدو سربازانو روخ ته درود او سلام وایم روخ دی شاد او جنت دی ځای وی۰ امیین
    د شهیدانو کورنیو ته دی خدای د زړه صبر ورکړی۰
    لعنت دی وی د افغان فوځ دشمنانو باندی۰
    مننه رازمخمد کامه وال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب