سه شنبه, جون 18, 2024
Homeجنرال وزیريکورونا مو نه نیسي؟

کورونا مو نه نیسي؟

جنرال دولت وزیري

یو کس وايي: «کرونا مسلمانان نه نیسي.»

ما ویل: تاسو سمه خبره کوئ، چې مسلمان کرونا نه نيسي!!! خو چې مسلمان وي!!!

ځکه چې مسلمان پنځه وخته ځان پاکوي، په اونۍ کې کم تر کمه درې ځل ځان وینځي، په پاک ځای کې لمونځ کوي او پر دې عقیده لري چې پاکي د ایمان نښه ده. ناولو ته لاس نه ورکوي، د مخدره توکو له استعمال څخه ډډه کوي، خپل کالي د لمانځه په خاطر تل له چټلۍ لیري ساتي.

د غاښو له برس او مسواک څخه کار اخلي، نورو ته په بده سترګه نه ګوري، رشوت او حرام نه خوري، پر چا ظلم نه کوي، دروغ نه وايي، له سود کولو ډډه کوي، ګاونډي ته په ښه نظر ګوري، بې ځایه ځای ته نه ځي، ډوډۍ پاکه خوري او له ډیرو خوړلو ډډه کوي، په هر څه کې اصراف او افراط نه کوي، اعتدال د اسلامي اصولو اصل ګڼي.

د چا حق نه خوري، ځمکې نه غصبوي، قمار او د چا جیب نه وهي، څوک نه غولوي، هیواد او خپل خلک وړ باندې ګران وي، هیواد او خلکو ته ریښتنی چوپړ پر ځان واجب ګڼي.

تکبر او غرور نه کوي. مشرانو ته قدر ورکوي او په کشرانو تل مهربانه وي، هغه کار نه کوي چې د خدای تعالی له خوا منع او زموږ ستر پيغمبر ( ص ) ور باندې خفه کیږي.

خلک نه زوروي، کورونه او مزرعي يې نه ویجاړوي او څوک نه وژنی، ځکه د یوه کس وژل لکه د ټول بشریت وژل دي، د خپل هیواد ملي ګټو ته ژمن او خپلي ملي ګټي د پردیو له ګټو نه ځاروي او په سلګونو
داسې .نورې اسلامي او د کرونا د نه نیولو دلایل دي.

هر هغه کس چې په پورته اصولو ځان برابر ګڼي مسلمان او زه ورته ګرانتي کوم چې کرونا يې نه نیسي. د روغتیا وزارت هم همدغه خبرې کوي او له دې زیات څه نه غواړي.
(( په پوزه تورولو څوک نه اهنګر کیږي او د فسادونو مجموعی ته مسلماني نه واي. ښه خبره دا ده چې له کرونا ځان وساتئ.)) په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب