شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونههیواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۳۶۵۹ ته ورسېدې

هیواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۱۳۶۵۹ ته ورسېدې

تاند، جمعه، جوزا ۹مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې له مشکوکو واقعاتوڅخه یې د کورونا ویروس ۶۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره په ټول افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۶۵۹ تنو ته ورسېده.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح وايي، تر ټولې زیاتې ۲۷۱ پېښې بیا هم په کابل کې ثبت شوې دي، خوهرات ورپسې په ۱۷۹ پېښو، ننګرهار په ۶۷ پېښو، بلخ په ۲۳ پېښو او خوست په ۱۳ پېښو لرو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې تر ټولو وړاندې دي.

د مجروح په خبره تېره ورځ ۷تنه په هرات، ۲په خوست او یو یو تن په کابل او بلخ ولایتونو کې له کورونا مړ شویدی، چې ټول شمېر یې ۲۴۶ مړو ته رسېدلی دی.
د ښاغلي مجروح په خبره تېره ورځ ۵۰ هېوادوال له کورونا روغ شوي دي چې ټول شمېر یې ۱۲۵۹ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزارت مرستیال یو ځل بیا ټولو هیوادوالو ته خبرداری ورکړ که له دې فکره وانه اوړي چې کرونا دروغ او ټوکي دي نو هیواد به له یو ستر بحران سره مخ شي او لامل به یې هم په خپله افغانان واوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب