تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: پوروسته له هغې چې یوې فیسبوکي پاڼې د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو د رئیس نجیب ننګیال لخوا د څو پنجشېري نیول شویو غلو په انځورونو خپرولو نیوکې وکړې، اوس د کورنیو چارو سرپرست وزیر چې پخپله هم د ټلوالې اړوند کس دی، له پنجشېریانو بخښنه غوښتې ده.
څو ورځې وړاندې په کابل خیرخانې مېنه کې غلو یوه ۴۰ کلنه مېرمن ووژله او وتښتېدل خو پولیسو دغه غله ونیول چې درې واړه د پنجشېر ولایت اوسېدونکي وو.
د کورنیو چارو وزارت ویاندانو د دغو قاتلانو او غلو انځورونه د معمول سره سم رسنیو ته هم واستول او د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو رئیس نجیب ننګیال هم پر خپله فیسبوک پاڼه دا انځورونه خپاره کړل.
وروسته څو فیسبوکي پاڼو نجیب ننګیال له پنجشېریانو سره په تعصب تورن کړ او زیاته یې کړه نوموړی د پنجشېریانو د بدنامولو لپاره دا کار کوي، حال دا چې له کلونو راهیسې د پولیسو له پلټنو او نیونو معلومه شوې ده چې ګڼ په وسله والو غلاو کې ښکېل او لوی مجرمین په کابل کې د پنجشېر اوسېدونکي دي.
له هغې وروسته چې پر نجیب ننګیال د شمال ټلوالې د فیسبوکي پاڼو لفظي ګوزارونه زیات شول اوس د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي پر خپل ټویتر لیکلي چې د غلا په تور د نیول شویو کسانو د انځورونو په خپرولو کې یې د رسنیو د برخې کارکوونکو د موضوع حقوقي اړخ ته پام نه دی کړی.
اندرابي له پنجشېریانو مننه کړې چې پر وزارت یې نیوکه کړې او د انځورونو د حذفولو د ډاډ ورکولو تر څنګ یې ټینګار کړی دی چې د خپلو رسنیو د همکارانو د اصلاح لپاره به هدایات ورکړي.
دې کار په ټولنیزو رسنیو د کورنیو چارو وزارت پر ضد غبرګونونه زیات کړي دي او د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ویلي چې جرم باید په یوې سیمې پورې ونه تړل شي او د یوې سیمې خلک باید دا فکر ونکړي چې ګواکې د غلو په نوم د دوی د سیمې د خلکو نیول به د سیمې بدنامۍ لپاره وي.
همدا راز ګڼو فیسبوکوالو د نجیب ننګیال په ملاتړ ځړونې کړې دي او هغه یې د هېواد اصلي بچی بللی دی.
نجیب ننګیال په ټولنیزو رسنیو او سیاسي بحثونو کې د طالبانو ضد او د نظام ملاتړې مشهوره څېره پېژندل کېږي.
که څه هم ټولو ته جوته ده چې دغلو اصلي عاملین خیرخانه کې مېشت پنجشیریان دی او په یو ډول نه یو ډول د هغوي د مشرانو له خوا یې ملاتړ او تشویق کیږي چې د کابل ښار نظم ګډوډ کړي او هېوادوالو ته وښایی چې د افغانستان دولت د ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني په مشرۍ ناکام دی . اما له بلې خوا د کورنیو چارو دا مهم او حساس وزارت تل د یوه واړه قوم او یوې ولسوالۍ په اختیار کې دی چې متأسفانه د ټول تاجک شریف قوم او فرهنګ دوسته خلکو نوم ورسره بد کړي.
مونږ پداسې حال کې چې د ښاغلی نجیب ننګیال دغه عمل ستاینه کوو او هغوی ته په خپلوکارونو کې لا بریا او سرلوینه غواړو، ټول هېوادوال باید د غلو او داړه مارانو پرضد سره متحد شي چې پدې ډول دهغوی ملاتړي ، مشران او همکاران رسوا او د قانون منګولو ته وسپارل شي .
Great job Nangyal Sahib.
Keep it up and don’t pay attention to barking dogs from distance.
اخ، نو زه به نه ليونی کيږم، د پرون او نن غله، خائنان ،لنډغر،خراسان …ډير ښه راته مالوم دي خو دې بې غیرته او لې ناموسه چارواکو پښتنو مې لاس تړلی،خير په ولا که مې د مرګ تر اخيرنی وخته دا نجسې ډلې ووزي،که مې لاس او وخت ياري راسره وکړه ته يې بيا زما وارته هم بيا ګوره…