یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېد نړۍ بې رحمه انځور| سپين روان نورزی

د نړۍ بې رحمه انځور| سپين روان نورزی

زه نه پوهېږم چې دا به د کوم فلم مکالمه وي او که کوم چا به له درده يا له خوشالۍ ويلي وي چې ( دا خبره به هم تاريخ وليکي) خو زه يې له ډېرې پخوا اورم، کله کله په ناپامۍ کې يقين هم پرې وکړم او کله کله چې بيا ورته ځير شم، په دې پوه شم چې تاريخ موږ ليکو، که چېرې خبرې موږ نوټ نه کړو، تاريخ کوم ماشين نه دی چې زموږ خبرې به ثبتوي، له بلې خوا هغه مورخين چې په رسمي دفترونو او ټولنو کې کار کوي د هغو پېښو ثبت ته ناست چې د دوی معاش ورپورې تړلی وي، که څه هم په دې وروستيو کې رسنۍ ډېرې شوې او داسې فکر موجود و چې ښايي داسې پېښه پاتې نه شي چې رسنۍ يې ثبت نه کړي او د تاريخ غېږې ته يې ونه سپاري، خو له يوې خوا د رسنيو خبري بڼه، له بلې خوا د ځينو رسنيو تقليدي پاليسۍ چې يوازې په هغه خبر پسې ګرځي چې نورو رسنيو خپور کړی وي، دا هيله هم له خاورو سره خاورې کړه او د تاريخ خبره په تاريخ کې پاتې شوه، ځکه ډېر کله داسې شوي چې په يوه ورځ داسې بدمرغه پېښې راغلي چې هر يوه يې د يوه درد او غم بېله سندره وايي، خو د پېښو د کثرت او يا هغې سيمې ته د رسنيو د نه لاس رسي له امله ځينې هېرې شوې او ځينې تر پوښښ لاندې راغلي او ځينې رسنۍ بيا د هماغه لويو رسنيو نه په تقليد په هغو خبرو شخوند وهلی چې د دوی له مسؤليت لرې وې او د خپل چم ګاونډ خبره ترې هېره شوې ده.

چې له خپلې اصلي خبرې لرې نه شم اصلا خبره مې د څو ورځو وړاندې په بريدونو پسې اوږده کړه، څو ورځې وړاندې په خوست، کابل او ننګرهار کې هم مهاله داسې پېښې وشوې چې هرې يوې يې د انسان زړه لړځولو.

په کابل کې په يوه روغتون بريد وشو، هغه هم د زيږنتون په برخه، چې ټولې په کې مېرمنې او نوي زيږيدلي ماشومان وو، د هر يوه کيسه دردونکي وه، ځکه چا اولاد نه درلود او وروسته له ډېرو کلونو يې سترګې وې چې اولاد به يې پيدا شي، د چا په کور کې څو اولادونه او معيوب مېړه په دې انتظار و چې نوی ماشوم او مور به يې کور ته سلامت ورستانه شي، د چا ميندې په دې هيله روغتون ته لاړې وې چې د نورو ماشومان يتيمان نه شي او د هغو ميندو سره مرسته وکړي چې قابلې او روغتياپالې ته اړتيا لري، خو په دې نه و خبر چې د دوی ماشومان به بې موره کېږي، دا او دې ته ورته سل نور هيلې او اميدونه په يوه ډز نيمګړي نيمه خوا پاتې شول.

په ننګرهار کې هم همدا ډول کانه وه، ځکه چا فکر نه کولو چې په چنازه به هم بريد کېږي او خلک به په کې وژل کېږي، خو جنازه داسې په وينو سره شوه چې چا يې فکر هم نه شو کولی، خو زما لپاره هله دا پېښه ډېره دردونکي شوه چې يوې مېرمنې د خپل کور د څلورو غړو جنازې ولېدې زړه يې چاود شو او په دې کور کې پنځمه جنازه هم کېښودل شوه. 

په خوست کې بيا د يوې چاودنې له امله چې د صبريو بازار خلبيسات کې وشوه د نورو تلفاتو ترڅنګ په کې يو دولس کلن ماشوم چې په ياد بازار کې يې لاسي کراچۍ چلوله، شهيد شو.

د دې ماشوم شهادت ځکه ځانګړی درد درلود چې ده روژه په خوله وه او له سهاره تر ماښآمه به يې خپلې وږي کورنۍ ته يوه ګوله ډوډۍ پيدا کوله.

له چاودنې يوه شېبه مخکې ماشوم ډېر ستړی و، او غوښتل يې چې په خپله لاسي کراچۍ کې دمه وکړي، د کراچۍ د تل اوسپنه ډېره سخته او سره وه، ماشوم خپل کوچنی لاس د خپل سر لاندې کېښود ترڅو سر يې اوسپنه خوږ نه کړي، او سترګې يې د يوې شېبې لپاره د دنيا له درد او غمه پټې کړې، ده غوښتل يوه شېبه ارام وکړي او د يوې بسيا کورنۍ د ماشومانو په څېر په خپل زړه کې له ساعتيريو ډګه ماشومانه نړۍ جوړه کړي.

ماشوم سترګې پټې کړې په دې وخت کې د چاودنې غږ شو، ټولو خلکو په منډو پيل وکړ، خو ماشوم نه يوازې منډې نه کړې، بلکې خپلې سترګې يې هم خلاص نه کړې او د خپل سر لاندې ايښی لاس يې هم ونه خورولو، همداسې غلی ويده پاتې شو، کله چې خلک راستانه شول او ماشوم يې وليدو، دوی حيران شول چې څومره په ژور خوب ويده دی، خو دې ته يې پام نه و چې دا ماشوم بيا نه غواړي چې ويښ شي، ځکه د ماشوم لاسي کراچي او جامې ورو ورو په وينو کې ډوبېدې.
ماشوم په نهار نس او ستړي وجود د تل لپاره ويده شو، ښايي ده نور په دې بې رحمه نړۍ کې د وخت تيرولو وس نه درلود او نه يې غوښتل چې نور د دې بې ويرې او بې عاطفې خلکو بارونه په خپله لاسي کراچۍ کې په تږي او نهار نس کش کړي.

د ماشوم د ژوند پاڼه د تل لپاره وتړل شوه، خو په دې هېواد کې د ظلم او وحشت جريان لا هم روان دی، وار کوه نور به څومره دا ډول مظلوم او معصوم انسانان قرباني کېږي.
دا ماشوم بختور و، ځکه د ژوند له دې بې رحمه قيده ازاد شو، خو د هغه مور او پلار چې مازديګر ته يې نه يوازې د ماشوم زوی ليدلو هيله وه، بلکې د هغه لاسونو ته به يې هم کتل چې څه يې راوړي او کنه، دا هيله يې هم پرې شوه.

ښايي دا کيسه تاريخ ونه ليکي، ځکه تاريخ د واکمنو تشريفات او نمايشات ليکي، خو هغوی چې دا صحنه يې ليدلي په ژوند کې به يې هم هېره نه شي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب