سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهملي امنیت کابل کې د حقاني شبکې دوه مهم غړي نیولي

ملي امنیت کابل کې د حقاني شبکې دوه مهم غړي نیولي

تاند، جمعه، د جوزا ۹مه: د ملي امنیت ځواکونو په کابل کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د حقاني شبکې دوه مهم غړي نیولي دي.
ملي امنیت تاند ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، د حقاني شبکې دا دوه مهم غړي د تروریستي برید د ترسره کولو لپاره د یو موټر د اخیستلو لپاره له پکتیا څخه کابل ته راغلي وو.

ملي امنیت وايي، دغو دوه کسانو یوه هینو لارۍ په بیه کې اچولې وه او غوښتل یې تر اخیستلو وروسته یې له چاودیدونکو توکو ډکه کړي او کابل ښار کې چاودنه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ د اختر په مناسبت د ولسمشر د فرمان او ښه نیت له مخې زرو نورو بندیانو د خوشې کولو لپاره چمتووالی نیسي.

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل د طالبانو د بندیانو د خوشې کولوپه تړاو اندېښنه ښيي او وايي، د دغې ډلې د بندیانو خوشې کول سولې ته ګټه نه کوي بلکې د طالبانو اوحقاني شبکې لیکې پرې بېرته غښتلې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب