Homeټولنیزاګاهي | محمد مصطفی سمون‎

اګاهي | محمد مصطفی سمون‎

د هر څه په اړه زموږ تصور له خپله حده لوړ وي. همدا لاملونه دي، چې انساني خواخوږي په زړه کې له درده په بېباکۍ اوښتې. دا د ټولنیز حالت څخه زېږېدلی تصور دی، چې افراد یې په دروني بې رحمۍ اخته کړي.
دې حالت د بدلون لپاره څه کول پکار دي؟
د دې لپاره د ټولنې په فکري مسیر باندې کار کول اړین دي، چې د همدې تصور په بدلون کې اغېزمن تمام شي. ژوند په همدې دردېدلي پاڼو کې اړوو را اړوو. همدا لاملونه دي، چې انساني تصور یې په ټولیز ډول د عقدې پر بنسټ روزلی؛ نو پر ځای له ټولنیز باور په یووالي اړول او پوهې کچه لوړول پکار دي؛ ترڅو ژوند د خپل تصور په زاویه پورې محدود پاتې نه شي، هیلې، تدبر او ټولیز باور په فردي او احتمالي بدلون سره د بشریت د تېر تاریخ د اګاهۍ تار پیداکړي. موږ د همدې مړژواندي تصور په ګرداب کې ګیر یو، بشري هڅې مو په تشه بېرانه کې منډې وهي او د خواخواږۍ تصور د بل په نشت غوړېدلی وینو هیلې مو هم همداسې. راځﺉ ژوند د ژوندي پاتې کېدنې او نسلونو د روزلو تصور له خپل دروني احساس څخه د ژوند ډګر ته راوباسو  او د تمې پر ځای د نوي نسل پر فکري او علمي برخه باندې د علم او عمل پانګونه وکړو. ترڅو ټولنې ته د امن او روښانه راتلونکي ښکلی تصور وړاندې کړو او له خپله ځانه پیل د بسیا او متحرک فکر  انتقال لارې وټاکو او د هرې شلېدلې پاڼې د بېلتون فکر له ځان سره ونه لرو. باید د وصل او تېرېدنې او اګاهۍ په خپرولو سره فردي اوټولنیز مسوولیت اداءکړو. په ټولنیز فکر باندې د انسان روزنې منځلاره تګلاره غوره کړو.؛ نو هله به په خپلې اګاهۍ سره د ټولنې د فکري او دروني اګاهۍ د سکوت پر ځای د سکون غږ پورته کړی وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...