شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهاوربند په نااعلان شوي ډول یوې اوونۍ لپاره غځېدلی

اوربند په نااعلان شوي ډول یوې اوونۍ لپاره غځېدلی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د ملي امنیت شورا یوه مؤثقه سرچینه تاند ته وايي، د کوچني اختر اوربند په نا اعلان شوي ډول تر یوې اونۍ پورې غځېدلی دی.
سرچینه وايي، طالبان شاید په دې تړاو په اعلامیه هم کار کوي خو هڅې روانې دي چې د طالبانو زر تنه نور بندیان هم خوشې کړای شي.
سرچینه وايي، د طالبانو اوربند په غیر رسمي ډول تر یوې اوونۍ غځېدلی دی.

بلخوا د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم تاند ته وايي، چې تېره ورځ په هېواد کې کوم لوی برید نه دی شوی.
دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر د طالبانو د اوربند په ځواب کې د ۲ زره بندیانو د خوشې کولو امر کړی دی، خو امنیت شورا بیا په دې تړاو شرط کېښود که طالبان اوربند ته دوام ورکړي دوی به تر دې زیات انعطاف وښيي.

طالب سرچینې که څه هم په رسمي ډول د اوربند دوام تاند ته نه تاییدوي، خو وايي، د بندیانو د انتقال لپاره طالبانو په ګڼو سیمو کې د جشن د چمتووالي تر څنګ ډزبند کړی دی او دا ډله په تمه ده چې زر تنه نور زندانیان یې هم راخوشې شي.

د طالب سرچینو په قول، طالبان د به د خپلې بلې لویې ډلې بندیانو د خوشې کولو لپاره اوربند وغځوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اختر په دریمه ورځ افغان حکومت د بګرام له زندان څخه ۵۲۵، د څرخي پله له زندان څخه ۳۲۸ او د نورو ۱۸ ولایتونو څخه ۴۷ طالب زندانیان خوشې کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب