Homeخبرونهوزارت د کندهار د کورونا لابراتوار له دوه اوونیو راهیسې تړلی پرېښی

وزارت د کندهار د کورونا لابراتوار له دوه اوونیو راهیسې تړلی پرېښی

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د کندهار د کورونا تشخیصیه لابراتوار له نږدې دوه اوونیو راهیسې د موادو د نه ور رسېدو له امله تړلی دی.
د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، ۱۱ ورځې کېږي چې په لابراتوار کې یې مواد خلاص شوي، لابراتوار تخنیکي ستونزه پیدا کړې او د لابراتوار کارمندان په کورونا اخته شوي چې له کبله یې د دوی کارونه په ټپه درېدلي دي.

د کندهار د عامې روغتیا رئیس طاوس نادري خبرداری ورکړی چې دا مهال د دغه ولایت ۷۰ سلنه اوسېدونکي د کورونا له ګواښ سره لاس و ګرېوان دي او که د لابراتورا غم ونه خوړل شي فاجعه به رامنځته شي.
بلخوا د کندهار والي حیات الله حیات هم تاند ته تایید کړه چې لابراتوار تخنیکي ستونزه لري او د ده ټېسټ هم له یوې اوونۍ راهیسې ځنډېدلی دی: (( که مرکز په دې ستونزه سر نه خوږوي نو واقعن دا ستره بې توجهي او بې غوري ده.))

خو د عامې روغتیا وزارت وايي، د کندهار تشخیصه لابراتوار چاپېریال په کورونا ککړ شوی دی او څو ورځو کې به یې پلاوی د دغه ولایت کتو ته ورشي.
د وزارت ویاند وحید مایار تاند ته وايي، د کندهار د لابراتوار ستونزې ځنډېدو علت دا و چې پروازونه ځنډول شوي وو، خو اوس په راتلونکو دوه ورځو کې امکان شته چې پلاوی کندهار ته ورسېږي.
کندهار چې له یوولسو ورځو راهیسې یې د کورونا د پېښو راپور نشته، په کې دوه اوونۍ وړاندې ۶۳۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...