چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهد امریکا دفاع وزیر: تر څو افغانان هوکړې ته ونه رسېږي له...

د امریکا دفاع وزیر: تر څو افغانان هوکړې ته ونه رسېږي له افغانستانه نه وځو

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: وروسته له هغې چې نیوریارک ټایمز له نوامبر وړاندې له افغانستانه ۸ زره امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه د مهالوېش د جوړولو خبر ورکړ، اوس د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر ویلي، دا یو اټکل دی او کومه نهايي پرېکړه نه ده.

ایسپر ویلي، دا مهال یوازې تر جولای پورې افغانستان کې ۸۶۰۰ تنوته د سرتېرو راکمولوباندې کار روان دی، خو په هغه څه باندې تراوسه هیڅ کار نه دی شوی چې نیویارک ټایمز یې راپور ورکړی دی.
نیویارک تایمز ویلي وو، ټرمپ له پنټاګون څخه غوښتي چې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې افغانستان کې مېشت سرتېري ټول امریکا ته انتقال کړي.

خو مارک ایسپر ویلي، په هغه سرعت چې دوی ترجیح ورکوي، باید له افغانستان څخه سرتېري ونه ایستل شي: (( موږ یو جدول لرو او په هغې کې د راتلونکي کال تر می میاشتې پورې د ټولو سرتېرو د ایستلو موضوع راغلې ده، خو په دې جدول کې هم هغه مهال موږ د ټولو ځواکونو ایستلو باندې کار کوو، چې له طالبانو سره د هوکړې له مخې ټولې چارې ښې او چټکې مخته ولاړې شي.))

ایسپر زیاته کړې، دا مهال امریکا په افغانستان کې رامنځته شویو پرمختګونو او د بندیانو تبادلې ته خوشبینه شوې ده.
نوموړي ویلي، داسې ښکاري چې افغان دولت ژر تر ژره مذاکراتو ته د تلو لپاره چمتووالی نیسي، او امریکا به د افغانانو تر منځ د هوکړې تر لاسلیک پورې هلته وي.

1 COMMENT

  1. دا خو ښه ده چې امريکا د پخلاينې تر پخېدو پاتې شي۔ دې سره به طالبان او ای اس اي لږ لږ له خيال پلوه را کښته شي۔
    خو چېرې هم اريکا له افغانستان څخه نه وځي طالبان دې ښه پوه شي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب