جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهطالبانو پروان کې ۷ سرتېري وژلي، دوه یې برمته کړي دي

طالبانو پروان کې ۷ سرتېري وژلي، دوه یې برمته کړي دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸ مه: د پروان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو یاد ولایت کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی دی.

د پروان ولایت د والي ویانده وحیده شهکار تاند ته وايي، طالبانو تېره شپه د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ په آنتن سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید کړی، چې په وینا یې ۷ سرتیري پکې وژل شوي دي او دوه سرتیري طالبانو له ځان سره برمته بیولي.

نوموړې  زیاتوي چې برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې نه یادوي: (( د جګړې ډګر کې له طالبانو یو جسد پاتې دی، خو وضعیت کنترول دی.))

طالبانو په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.
دا برید هېواد کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تر درې ورځني اوربند وروسته او په داسې حالت کې ترسره شوی، چې ویل کېده ښايي اوربند په نا اعلان شوي توګه د دواړو ښکیلو خواو له لوري دوام پیدا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب