سه شنبه, جولای 9, 2024
Homeخبرونهافغانستان، امریکا او ازبکستان ژر د افغاني مذاکراتو پیل غواړي

افغانستان، امریکا او ازبکستان ژر د افغاني مذاکراتو پیل غواړي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸ مه: د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر پرون د ویډیويي کنفرانس له لارې د افغانستان امریکا او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه ناستې کوربه توب کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هیواد تاند ته وایي، په دې ناسته کې د اختر په درېیو ورځو کې د جګړې د ښکېلو لورو تر منځ د شوي اوربند د دوام، له کورونا څخه د خلکو د ژوند ژغورولو، د تاوتریخوالي د کمېدو او د ملکي وګړو د ژوند ساتنې غوښتنه وشوه.

ګران هیواد زیاتوي، چې په ترسره شوې ناسته کې د بین الافغاني خبرو پر ژر تر ژره پیلېدو او د شوي اوربند پر غځېدو هم ټینګار وشو.

د دې تر څنګ په یاده غونډه کې د درې اړخیزو خبرو اترو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ پر سیاسي، اقتصادي، امنیتي او بشري پرمختګ هم بحث شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او طالبانو ځینو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط تاند ته ویلي، ټاکل شوې چې اوسنی اختریز اوربند د یوې اونۍ لپاره وغځول شي.
خو تر اوسه حکومت او طالبانو په رسمي ډول د اوربند د غځېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب