Homeخبرونهغزني: مالستان کې غر ښوویدنې ۳ کسان وژلي، دوه کورونه ویجاړ دي

غزني: مالستان کې غر ښوویدنې ۳ کسان وژلي، دوه کورونه ویجاړ دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸ مه: د غزني ولایتي چارواکي وايي تېره ورځ ماسپښین مهال د دې ولایت مالستان ولسوالۍ په غيغانتو سیمه کې د یوه غره د ښویدلو له امله ۳ کسان وژل شوي دي.

د غزني ولایت د والي ویاند وحید الله جمعه زاده تاند ته وویل چې یاد غره ته د سیمي د اوسیدونکو کورونه هم نیږدې وو چې یادو ۳ کسانو له ډلي یو يې د جانبود ښوونځي مدیر و او دوه نور چې په سیمه کې په کار بوخت وو: (( د غره د ښویدو له امله درې واړه وژل شوي دي.))

د غره د ښودیو سیمي ته نیږدې د سیمي د اوسیدونکو ۲ دوه بابه کورونه هم تخریب شوي چې نور چاته پکې زیان ندی رسیدلی.

افغانستان کې تر ډېره داسې پېښې د ژمي په موسم کې رامنځته کېږي، چې یو شمېر ولایتونو کې د ډېر ورښت له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي او خلکو ته د مالي زیان ترڅنک ځاني زیان هم اړوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...