Homeخبرونهکورونا د افغانستان ۴۰ سلنه فابریکې تړلې دي

کورونا د افغانستان ۴۰ سلنه فابریکې تړلې دي

تاند، پنجشنبه، د جوزا ۸مه: د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په تېرو دوه میاشتو کې د کورونا د خپرېدو او قرنطین له امله په هېواد کې د ۴۰ سلنه فابریکو کارونه تړل شوي دي او ۳۰ سلنه فابریکو خپل فعالیتونه ۵۰ سلنه راکم کړي دی.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال سخي پیمان وايي، په تېرو دوه میاشتو کې ګڼې فابریکې د خامو موادو د نه درلودلو له امله له فعالیته غورځېدلې دي.

نوموړی وايي، د خامو موادو د ستونزې تر څنګ د بازارو سوړوالی، ګرځبندیز او نور مشکلات هم د دوی د فعالیتونو مخه نیسي: (( ګڼو فابریکو خپل کارګر رخصت کړي دي، ځکه چې ډېر بد وضعیت راغلی دی.))

د کابل صنعتي پارک کې د یوې فابریکې څښتن عبدالوکیل وايي، له دریومیاشتو راهیسې یې د پایپونو فابریکه تړلې ده او ګن کارګر یې له لاسه ورکړي دي: (( نږدې ده چې فابریکه مې سقوط وکړي، ځکه ټول ساختماني کارونه په ټپه ولاړ دي.))

په همدې حال کې حکومت وايي، د صنایعو د ملاتړ لپاره په یوه فابریکه کار کوي خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه کوي او د فابریکو خاوندان هم وايي چې حکومت په دې تړاو یو اقدام هم نه دی پورته کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...