شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهاروپايي ټولنې ۳ ورځنی اوربند د سولې ریښتینې هڅه بللې

اروپايي ټولنې ۳ ورځنی اوربند د سولې ریښتینې هڅه بللې

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷ مه: اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وسلوالو طالبانو او افغان حکومت له لورې د اختر په دریو ورځو کې درې ورځنی اوربند لومړی هڅوونکی اقدام بللی دی.

که څه هم دغه اوربند تیره شپه ۱۲ بجې پای ته ورسېد خو اروپایي ټولنې په یوه تازه خپره کړي اعلامیه کې ویلي، چې د جګړې د دواړو لورو له امله دا ډول اقدامات د سولې لپاره د اعتماد فضا رامنځته کوي.

دوی ویلي:((د اعتماد فضا رامنځته کولو په دغو اقداماتو سره د تل‌پاتې سولې پر لور تګ امکان لري او نه په تاوتریخوالي سره))

اروپایي ټولنه له افغان حکومت او وسلوالو طالبانو غواړې چې دایمې اوربند اعلان کړې او د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت له لاسه ورنکړي.

د اختر په لومړی شپه طالبانو له خپلو ټولو وسلوالو وغوښتل چې د اختر په دري ورځو کې اوربند وکړي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دې اوربند تود هرکلی وکړ او په غبرګون یې نه یوازې اوربند اعلان کړ بلکي د طالب بندیانو د خوشې کیدو پروسه یې ګړندۍ کړه او د ۲۰۰۰ طالب بندیانو د خوشي کیدو امر یې ورکړ.

تیره ورځ بیا د ملي امنیت شورا له لورې د وسلوالو طالبانو ۹۰۰ بندیان ازاد شول.

د دې شورا ویاند جاوید فیصل هم په په خبرې کنفرانس کې د خبرو پر مهال وویل، دولت چمتو دی چې اوربند وغځوې خو طالبان هم باید ورته اقدام وکړي.

وسلوالو طالبانو بیا له اوربند غځېدو ډډه وکړه او یوازې د حکومتي سرتیرو د خوشي کېدو خبره یې تازه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب