شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهطالبانو د اوربند په ورځ، غزني کې د لیسې یو ښوونکی وژلی

طالبانو د اوربند په ورځ، غزني کې د لیسې یو ښوونکی وژلی

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷ مه: طالبانو د اوربند په ورځ، غزني کې د لیسې یو ښوونکی وژلی دی.

د غزني ولایت ځایې اوسېدونکي وایي، چې د بصیر جان کاکړ په نوم دغه کس د غزني ښار د پښتون اباد لیسې ښوونکی و چې د د اختر په لومړۍ ورځ له اوربند په استفادې د دې ولایت واعظ ولسوالۍ ته تللی و چې وسلوالو طالبانو وژلی دی.

د غزني ولایت د والي ویاند پېښه تایید کړي ده
د دې ولایت د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده له تاند سره په خبرو کې وایي: ((دا ښوونکی چې د غزني ښار د پښتون اباد لیسې یو له تکړه او با تجربه ښوونکو و، د اختر په لومړۍ ورځ واعظ ولسوالۍ ته په لار وسلوالو طالبانو له موټر ښکته کړی، چې په دویمه ورځ یې بیا مړی موندل شوی دی))

ښاغلی جمعه زاده همدا راز زیاتوي معلومه نه ده چې طالبانو ولې د اوربند په ورځ او بیا یو ښوونکی په داسې بې رحمانه ډول وژلی دی.

د دې ښوونکي د کورنۍ غړي د طالبانو دغه کار سخت غندي او وایي، چې ولې په دې هیواد کې د پوهني یو کارمند هم خوندي نه دی.

وسلوالو طالبانو بیا د دې ښوونکي د وژلو د علت په اړه څه نه دې ویلي، چې ولې یې دغه ښوونکي وژلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب