Homeخبرونهاتمر: د ایران په پوله د وژل شویو افغانانو قاتلان باید پيدا...

اتمر: د ایران په پوله د وژل شویو افغانانو قاتلان باید پيدا او سزا ورکړل شي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر وايي، د هریرود سیند کې د افغانانو د ډوبېدو پېښې څېړلو هدف د عاملینو پیدا کول او هغوی ته د سزا ورکړه ده.

اتمر دا خبره له هغې وروسته کړې چې له هغه وروسته کړې چې تیره ورځ د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محسن بهاروند په کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره په لیدنه کې وویل، د ثور میاشتې د ۱۳مې نېټې د پېښې په اړه‌یې د افغانستان حکومت د اسنادو څېړنه کړې او نتیجه به‌یې له افغان لوري سره شریکه کړي.

ښاغلی بهاروند چې کابل ته راغلی وايي، تیره اونۍ یې د ثور ۱۳ پېښې د افغان څېړونکي پلاوې اسناد رد کړي او ویلي یې وو چې دا پېښه له افغان لورې سره له ډیپلوماټیکو لارو حل کوي.

خو د افغان بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر بیا د دوی په ځواب کې ویلي، د ثور میاشتې د ۱۳مې د پېښې په اړه د تحقیقاتو هدف د عاملینو مجازات او لازم اقدامات دي چې د دا ډول پېښو د تکرار او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو یې د اغېز مخه ونیول شي.

بل لور ته د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد له رسنیو ته په استول شوې ویډیو پیغام کې وایي، دواړو لوریو توافق کړی چې د افغانستان تحقیقاتو نتیجه به د ایران لوري ته تسلیم شي او امنیتي او دولتي ادارې به‌یې په تفصیل سره ارزوي او خپله نتيجه به له افغانستان سره شریکوي.

د ثور په ۱۳مه تر ۵۰ ډېر افغانان چې په غیر قانوني ډول ایران د مزدورۍ لپاره تلل د ایران د سرحدي ځواکونو له لوري لومړی په مرمیو ویشتل شوي او بیا هریرود سیند ته اچول شوي دي.

له دې کسانو محدود شمېر وژغورل شول او د یو شمېر کډوالو مړي تر اوسه نه دي موندل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...