یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: ولسي جرګې د ملي بودیجې تعدیل له یوې میاشتې راهیسې...

مالیې وزارت: ولسي جرګې د ملي بودیجې تعدیل له یوې میاشتې راهیسې نه دی تصویب کړی

تاند، چهارشبنه، د جوزا ۷مه: مالیي وزارت له ولسي جرګې څخه غوښتي چې د کورونا له کبله په ملي بودیجه کې راوستل شوي تعدیلات دې ژر تر ژره تصویب کړي.

ددې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د ملي بودیجې تعدیل شوې طرحه دوه ویشت ورځې وړاندې ولسي جرګې ته استول شوې خو تر اوسه یې تصویب کړې نه ده.

نوموړي ویلي، ولسي جرګه باید د کورونا له کبله راپورته شوی حساس وضعیت درک او ژر تر ژره بودیجه تصویب کړي.
ولسي جرګې په دې تړاو لا څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه له ۴۰۰ میلیارده افغانیو پورته وه چې افغان حکومت په کې شاوخوا یو میلیارد ډالر د کورونا پر ضد مبارزې ته بېل کړل او د ځینو پروژو انکشافي بودیجه یې وتړله.

د بودیجې تعدیل شوې بڼه د روان ۱۳۹۹ کال د ثور په ۱۵مه ولسي جرګې ته د تصویب لپاره واستول شوه.

2 COMMENTS

  1. اکثریت وکیل صاحبان ( نه یو کوچنی اقلیت ) متآسفانه ډیر ستړی او سرګردانه دی ، شپه ا و ورځ سرګردانه دی ، د وکالت د ګټلو د پآره یی ډیری پیس او واسطی لګولی ، اوس خو دومره مصروف دی چه وخت نه لری چه مجلس ته حاضری ورکړی ، تر څو د مجلس نصاب پوره شی ، ډیر ستړی او سرګردانه دی ، وخت نه لری چه بودجه تصویب کړی ، مهمه نه ده چه به دولت او ملت څه حالت راځی او څه مشکلات پیښیږی ، د وکیل صاحب سره نور د خپلو عوایدو غم دی ، مصارف یی ډیر کړی ، پریژدی چه دغه مظلوم قشر د جامعی ژر ترژره د خپلو مصارفو څو چنده درآمد لاسته راوړی ، د لاسته راوړلو لاری یی ډیری دی ، اوس د تورو شیشو ذره موټران هم لری ، د بادی ګاردانو کنډک هم لری ، هری خواته چه مخه کړی او په هر اداره چه ورننوزی ، لکه یو چریکی ګروپ ، څوک یی مخه هم نه نیسی . پریژدی اوس یی وار دی چه مختلفی دروازی ټک ټک کړی ، نو دا بیچاره ګان ډیر ستړی او سرګردانه دی ، تکلیف مه ورکوی ، بریژدی چه پنځه کاله لږ ذره غریبی خو وکړی ، آخر دا خلک هم حق لری ، حقوق لری . تاسی نور ګیلی مه تری کوی !
    یا داسی دغه سرګردانی کمه کړل شی چه ددولت رهبری د اقتصادی ریاضت په خاطر چه یوه برخه یی د معاشاتو او پرسونل تورم کمول دی ، لوړ معاشات په دولت کی د وکیلانو به شمول راکم کړل شی ، او د مجلسینو نه یو مجلس رخصت کړی ، تر څو په کور کی پنځه کاله آرام وکړی . ځکه اکثرآ په پارلمان کی جنګونه او تشنجات وی او ملی ضد تعصباتو ته لمن وهله کیژی او د امتیازاتو په تناسب لازمی لاسته راوړنی هم نه لری .

    د مشکل جرړه او د حل لار یی :
    دا غمونه او مشکلات ددی نه رامنځ ته کیژی ، جه په دولت کی تر اوسه هم د مناسب بشری قوت د درلودلو د پاره لازم معیارونه او فلتر چه شفافیت تضمین کړی تر ډیره بریده نه مراعات کیژی ! یا هغه ساده متل چه وایی : کار اهل د کار ته باید وسپارل شی ، نه دی مراعات شوی ، همدغه تشه د وکیلانو په کاندیدیدو او انتخابیدو په پروسه کی هم کله چه مطالعه شی په وضاحت موجوده ده .

  2. د بودیجی شنونکی په حیث باید ووایم هغه قرضه چی دولت یی له نړیوال بانک څخه پور اخلی دا ددولت او ملت دواړو سره جفه ده. کرونا ته اختصاص شوی پیسی بی له شکه چی په مصرف کولو کی پراخ فساد موجود وو. په اوسنی حالت کی چی مونږ شاوخوا په کرونا مرض اختا کسان اولیدل دومره جدی نه وو او نه دولت دوی ته ټیسټ کولو سمه زمینه برابره کړی روغتونو کی هیڅ مریضان نشته . لی خوا ته مصارف کول یی اوج ته رسیدلی.
    نو باید ټول هغه موارد ولسی جرګه تصویب نکړی چی یو خوا انکشافی پروژی له سکوت سره مخ کوی او بلی خوا ته صحت عامی وزارت او هغه دخیل ارګانونه چی د بودجی مصرف او نظات کی پراخ واک لری فساد وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب