Homeخبرونهپولیسو نن کابل کې له غلو یوه ماشومه د پلار له موټر...

پولیسو نن کابل کې له غلو یوه ماشومه د پلار له موټر سره یو ځای ژغورلې

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: د کابل پولیسو نن په دغه ښار کې له یوې څلور کلنې ماشومې سره یو ځای تښتول شوی موټر له غلو بېرته نیولی دی.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز تاند ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه نن غرمه دولس بجې غلو یوه ۴ کلنه ماشومه چې د خپل پلار په موټر کې ناسته وه، له موټر سره تښتولې خو دوی دغه ماشومه ژغورلې ده: (( د نجلۍ پلار موټر درولی او نږدې دوکان ته تللی چې غلو په موټر کې ناسته ماشومه له چالان موټر سره تښتولې خو بریالی نه شول.))

د فرامرز په خبره پېښه د دیارلسمې حوزې په ریګریشن سیمه کې شوې ده.

د فرامرز په خبره د غلو په نیولو بریالي شوي نه دي خو پلټنې ورپسې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د جرایمو د مخنیوي هڅې ګړندۍ شوې دي خو لا هم د کورنیو چارووزارت د معلوماتو له مخې ۴۱ مشهور غله او بانډونه یې فعال دي چې په غلا، تښتونو او وژنو کې لاس لري.

1 COMMENT

  1. د کورنیو چارو وزارت سره چې د ٤١ غلو بانډونو لست شته نو معلومه ده چې ادرسونه یې هم شته نو بیا یې ولې نه نیسي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...