یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونههېواد کې د کورونا ناروغان ۱۲ نیم زرو ته نږدې شول

هېواد کې د کورونا ناروغان ۱۲ نیم زرو ته نږدې شول

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې له ۹۹۴ مشکوکو سمپلونو څخه په ټول هېواد کې د کورونا ۶۲۵ مثبتې پېښې تشخیص کړې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې په دې سره افغانستان کې د کورونا مثبت واقعات ۱۲ زره ۴۵۶ ته ورسېدل.

وزارت وایي، بیا هم تر ټولو زیاتې ۳۶۰ مثبتې پېښې په کابل کې ثبت شوې دي، خو هرات او بلخ ورپسې په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۰۸ او ۵۰ پېښو په لرلو دویم او دریم خطرناک ولایت دی.

د وزارت په وینا تېرو ۲۴ ساعتونو کې کووید ۱۹ ناروغۍ ۷ هېواد وال وژلي چې ورسره د ټولو مړو شمېر ۲۲۷ او ۱۰ هېوادوال ترې روغ شوي چې ورسره د روغو شویو کسانو شمېر ۱۱۳۸ ته لوړ شوی دی.

تر دا مهاله په کابل کې ۴۷۷۱، په هرات کې ۱۹۶۶، په بلخ کې ۹۲۵، په ننګرهار کې ۵۸۶ او په کندهار کې ۵۷۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې دا د ولایتونو په کچه تر ټولو لوړ ارقام دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب