یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهراپور: حزب التحریر د ترهګرو ډلو ښی لاس او افغانستان ته بل...

راپور: حزب التحریر د ترهګرو ډلو ښی لاس او افغانستان ته بل لوی ګواښ دی

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: پر سختددریځۍ د اروپايي ټولنې د څار اداره وايي، حزب التحریر چې د اسلامي خلافت هڅې کوي، د افغانستان لپاره تر دې وروسته بل لوی ګواښ دی.
دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، دغه ډله چې په ۱۹۵۲ کال د شیخ تقي نباهاني لخوا رامنځته شوې، په افغانستان کې د جمهوریت او اوسني نظام سرسخته مخالفه ده او فکر کوي چې د اوسني نظام ټولې چارې کفار مخته وړي.

سازمان وايي، حزب التحریر فکر کوي چې تر څو افغانستان کې د امریکا او غربیانو لاس پرې نشي ستونزې به پکې پر ځای وي، له همدې کبله د سازمان د راپور له مخې دا ډله چې کوم ځانګړی ګوند نه دی له ۲۰۰۳ کال راهیسې د افغان حکومت پر ضد فعالیتونه کوي.

راپور وايي، د حزب التحریر اصلي هدف دا دی چې افغان حکومت چپه کړي او واګي یې په خپل لاس کې واخلي چې ددې کار لپاره یې تبلیغاتي دستګاه باندې تکیه زیاته ده: ((حزب التحریر په جوماتونو، پوهنتونو، مدرسو کې کتابونه او مجلې وېشي همدا راز ویبسایټ هم چلوي او خلک دې ته هڅوي چې د حکومت تخته په سیاسي مبارزه چپه کړي اوخلافت راولي، خو که دا کار ونشي بیا اړتیا ده چې جهاد پيل شي.))

راپور وايي، په ظاهري ډول خو حزب التحریر وايي، له داعش سره په دې توپیر لري چې په وینا یې داعش بهرنۍ فکري ډله ده، خو زیاتره غړي یې د هدفي او ترهګریزو بریدونو لپاره په پاکستان کې له داعش، القاعدې اوطالبانو سره یو ځای د افغان حکومت پر ضد کار کوي: (( حزب التحریر په اصل کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو ښی لاس دی چې په افغانستان او سوریه کې یې داعش سره ډېره مرسته او همکاري کړې ده.))

راپور وايي، حزب التحریر ته یوازې له ۲۰۱۵ کال راهیسې د افغان حکومت پام ور اوښتی دی خو دا ډله یې لوی ګواښ نه دی بللی ځکه یې په دې اړه اقدامات سست دي او د خلکو نیوکې یې پارولې دي، مګر په سخت دریځۍ د اروپايي ټولنې د څار بنسټ وايي، په اطرافي او سني مذهبه سیموکې د حزب التحریر نفوذ ورځ تر بلې په پراخېدو او دا ډله د ورو ورو د یوې خطرناکې ډلې په توګه د راڅرګندېدو په حال کې ده.

10 COMMENTS

  1. الحمد الله چى حزب التحرير اساسى حل لاره ده دمسلمانانو دمشکلاتو

  2. غرررر مو سو
    الحمد الله دا یو اسلامی حزب دی او د تولو خاینینو به د منزه وری او اسلامی دولت به رامنزته کوی

  3. حزب تحریر نه بلکه تخریر ډله ده دا رزیله ډله او دا رزیر فکری خلک ندی بلکه دا هم د پاکستان خبیثه لاس دی چی باید پری شی. له بلی خو ا دا ډله هځ نشته دیته په لوی لاس تبلیغات کیږی . که هر ځوک فکر کوی چی داښه ډله ده دا سی خلک باید قتل شی او مرګ یی لکه د سپیو رواد دی

  4. څرنګه چې د دې نوې ډلې نوم هم پردی دی، نو همداسې به د پردیو په لاس جوړه او د هغوی د موخو او د افغانانو د تباهۍ لپاره وکارول شي.

  5. د سوریی او عراق جدا جغرافیا ده او بیل اجتماعی او جیو پولیتیک وضعیت ، خو دا واقعیت افغان ملت ته د لمر غوندی ښکاره دی چه : په افغانستان کی د ټولو افراطی او تروریستی ډلو تربیتګاه او منشآ یوه ده ، یا په بل عبارت د ټولو تروریستی ډلو مور یوه ده کوم چه په افغانستان کی د اسلام او جهاد په نامه د شورش ګری او بی امنیتی د پآره رالیژل شوی او یا رالیژل کیژی . او دغه نظامی او سیاسی فاحشه مور چه دغه تروریستی ډلی زیژوی او بیا یی افغانستان ته رالیژی د افغانستان ملت ته ترلمر هم ښه په ډاګه ده . ددغه بشری جنایت جزا به الله ضرور ورکوی .
    افغانان د خپل هیواد نه د سر په قیمت دفاع کوی او په تاریخ کی یی استعماری طاقتونه د ماتی سره مخامخ کړی ، د بل کورته چه اور وروړی ، خپل کورته به دی هم دغه اور درځی ، چا چه زموږ کورته اور راوړی ، اوس دادی ددوی په کور کی هم اور بل دی . دا دالله تعالی قانون دی . موږ ته ټولی تروریستی ډلی فرق نلری ، ښه او بد په کښی نه بیلوو . د موږ ملت ، دولت ، نظام ، امنیتی او دفاعی قوتونه تر پخوا ، غښتلی ، او په خپلو پښو دریدلی دی . د تروریستانو نه د افغانستان ملت ډیره کرکه لری او ډیر ښه یی پیژندلی ، که ضرورت شی د افغانستان په ټولو ولایتونو ، ولسوالیو او کلیو کی به د تروریستان خلاف ملی قیام وشی ، په حقیقت کی د افغانستان ټول ملت هم یو لوی فوج دی ، ځکه د ثقیلو جنګونو تجربی لری او د مجبوریت به وخت کی به دغه ملی قیام د افغانستان د امنیتی او دفاعی قوتونو سره اوږه په اوږه تروریستان خو څه کوی چه ، تخم به یی هم په انقلابی ډول د افغانستان نه ورک کړی .

    • بسم الله الرحمن الرحيم
      د حزب التحریر موخه

      د حزب التحریر موخه د اسلامي ژوند د بیا راګرځول او نړۍ ته د اسلامي دعوت رسول دي. د دې موخې مفهوم په اسلامي ټولنه او دارالاسلام کې اسلامي ژوند ته د ژوند او معیشت له پلوه د مسلمانانو راګرځول دي. په داسې ډول چې د ژوند ټولې چارې پکې د شرعي احکامو اړوند مخ ته ولاړې شي او لیدلوری پکې حلال او حرام د خلافت تر سیوري لاندې وي. هغه دولت چې مسلمانان خلیفه پکې ټاکي او له نوموړي سره په سمع او طاعت -د الله سبحانه وتعالی د کتاب او رسول الله صلی الله علیه وسلم د سنتو پر حاکمولو او نړیوالو ته د جهاد او دعوت لارې د نړیوال رسالت په توګه د اسلام په رسولو- بیعت کوي. حزب التحریر غواړي چې امت په سم ډول او په مستنیر (روښانه) فکر پر پښو ودروي او هڅه کوي چې د امت پخوانی عزت او شوکت تر لاسه کړي. داسې چې د چارو مخ ته وړل د دولتونو، امتونو او نورو قومونو څخه په لاس کې واخلي، د نړۍ زبرځواک دولت لکه څنګه چې مخکې و، تاسیس کړي او سیاست یې د اسلامي احکامو او عقیدې مطابق مخ ته یوسي. پر دې سربېره، موخه یې د بشر لارښوونه او له کفري نظامونو او افکارو سره د مبارزې لپاره د امت رهبري ده؛ چې اسلام د ځمکې ټوله کره ونیسي.

  6. ترڅوچه په افغانستان کې د اعرابو داپوچ سوچ او اډیالوژی چه د جهاد ځای یواځی افغانستان ده اوخپل ملکونو کې خپلي مزې چرچې کوی او مونږ جګړو او وژنو ته اړباسی له منځه لاړنشی مونږ به پر مصیبتونو اخته یو خلافت یعنی د مسلمانانو تباهی او غلامی ټول مسلمانان به یوه ناخلفه وحشی ظالم او جابر سړی غلامی به کوی

  7. پاکستان په ۱۹۴۷ کال کې رامنځته شوې، خو دوي وايې چې نوموړي حزب په ۱۹۵۲ کې يعني ۵ کاله د پاکستان د دولت نه وروسته‌ تاسيس شوي، چې دا څنګه امکان لري چې دومره ستر نړیوال حزب دي پاکستان په هغه وخت کې تاسیس کړی وي.

  8. له عربو او روسانو چا خير ندي ليدلي، په ترهګرو د عربي نوم کيږدي بيايي موږ ساده ووته راوليريږي داچه نوم يي عربي ده نو موږ خيال کوو چه دا سلابي نوم هر خيانت او ظلم چه کوي ورته روا ده ځکه چه نوم عربي ده او قرآن شريف په عربي ليکلي شوی( داد قرآن شريف ګناه نده زموږ ساده توب ده) په د چل هم عرب او هم پاکستان پوه دهي. هره ناولتيا چه موږ ته په عربي ويل موږ خيال کوو چه دا قرآني آيت بي لد چه په معنا او هدف يي پوه شوو.

  9. عجیبه داده چی د حزب التحریر غوندی دیری متشددی دلی په انګلستان کی مرکز لری او هفلته ازاد فعالیت کوی / ددی مغنی داده چی دا دا ډلی دشمن دداعش په شان د اسلامی ټولنو د بی ثباتی لپاره کاروی. داسی درته ویلی شم چی ټولی متشددی ډلی د بهرنیو استخباراتو تر کنترول او جمایت لاندی دی. د االله لپاره مسلمان زوانان دی ددی خاینانو په خبرو فریب نخوری. هر سوک پوهیژی چی موجود نظام په اسلام برابر ندی خو د اصلاح لاره یی دا نده چی شدت ته لاس واجوو. باید دعوت او تبلیغ او د نسل اصلاح اپاره کار وکړو چی واقعی اسلام منڅ ته راشی. ابو حنفیه احمد ابن حنبل حتی د صحابه کرام لویانو د یزید او ولید این عبدالملک غوندی جنایت کارانو چی تر موجودو مشرانو شه نه وو جهاد اعلان نه کړ، اوس یو سو خارجی ګمراهان د نور قتل او وژنی کوشش کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب