لیکوال: جنرال دولت وزیري
جګړه غل او ډاکو زیږوي، خو سوله بیا دوی په دار کوي.
جګړه د خداي تعالی قهر، خو بیا سوله د خدای(ج) ستر نعمت وي.
جګړه کورونه ويجاړوي، خو سوله بیا کورونو روښانه کوي.
د جګړې پيلول اسانه دي، خو بیا سولې ته رسیدل کلونه غواړي.
جګړه ستر ناورين او عذاب دی، خو سوله بیا سوکالی او استراحت دی.
په جګړه کې د بیوزلو وینې توئیږي، خو بیا په سوله کې بیوزلی اسوده کیږي.
جګړه د سیاست کرغیړنه برخه ده، خو بيا سوله د سیاست انساني برخې ته وايي.
جګړه بې اتفاقي، نفرت او نفاق زیږوي، خو بیا سوله اتفاق او ورورګلوي غښتلي کوي.
هیڅکله جګړه ښه نه ده، که په هر نامه وي، خو بیا سوله هیڅکله بده نه ده. په دې شرط چې سوله د سولې په مفهوم وي.
د جګړې پر وخت لومړی قرباني حقیقت وي، خو بیا د سولې پر وخت حقیقت په ټولنه کې ځای نیسي.
په جګړه کې ټولې شتمنۍ له خاورو سره خاورې کیږي، خو بیا په سوله کې شتمنۍ خپل اوج ته رسیږي.
په جګړه کې خلک نیستمن کیږي، خو بیا په سوله کې خلک شتمن کیږي.
ریښتینی ب
ریالیتوب په جګړه کې نه دی، بلکې په سوله کې دی.
په جګړه کې به تل د برید او ویجاړولو په هکله فکر کوي، خو بیا په سوله کې به تل د ښه ژوند او رغولو په هکله فکر کوي.
د جګړې پایله پناه ته رسي، خو بیا د سولې پایله بقا ته رسیږي.
په جګړه کې له وژونکو وسلو کار اخیستل کیږي، خو بیا په سوله کې مینه وي.
لنډه دا چې جګړه پر دې دنیا دوزخ، خو بیا سوله د دنيا پر سر جنت دی.
نور مو خوښه چې د جګړې خوا نیسئ او که د دنیا پر سر مو جنت یانې سوله خوښه ده.
خوشحال بابا به ویل:
څو په تورو، په توبريو، په نیزو شي
صد چندان شي په تدبیر، په هنرونو
::
مردان نن جنګ کا، استی سبا کا
چې سره کښیني صلح و صفا کا
څو يې ژړا وي هومره يې خندا وي
څو يې جفا وي هومره وفا وي
(( په ګران هیواد کې د تلپاتې سولې په هیله.))