یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهکابل کې ۵۰۰ غیر قانوني موټرسایکلونه نیول شوي دي

کابل کې ۵۰۰ غیر قانوني موټرسایکلونه نیول شوي دي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷مه: د کابل امنیه قومنداني وايي، د قرنطین په وروستیو دوه اوونیو کې یې له ښاریانو ۵۰۰ بې اسنادو موټرسایکلونه نیولي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز تاند ته وايي، دغه ۵۰۰ موټرسایکلونه یې تر ډېره اسناد نه لري او د پولیسو ښارګوټي ته یې انتقال کړي دي.

نوموړی وايي، هر چا چې د خپل موټرسایکل قانوني اسناد ور وسپارل کولی شي خپل موټرسایکل بېرته یوسي.
خو د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، دغه موټرسایکلونه په نږدې وختونو کې بېرته د دوی خاوندانو ته نه سپارل کېږي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر تاند ته وايي، څه موده وړاندې د موټرسایکل په مرسته هدفي وژنې زیاتې شوې چې له کبله یې اړ شول دوی پر موټرسایکلونو ګرځبندیز ولګوي خو ځینو کسانو له دې امر څخه سرغړونه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب