شنبه, مې 11, 2024
Homeخبرونهکابل کې سر له ننه د قرنطین محدودیتونه کمېږي

کابل کې سر له ننه د قرنطین محدودیتونه کمېږي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷ مه: کابل کې د کورونا له امله د رامنځته شو قرنطین او د محدودیتونو کچه راټېټېږي خو ختمیږي نه.

دا خبرې د کابل والي یعقوب حیدري له تاند سره کړي او ویلي، د محدودیتو راکمول دا معنا نه لري چې کورونا ختمه شوه بلکي هیوادوال مو مجبور دي روغتیایي سپارښتنې عملي کړي.

څو اوونۍ مخکې وروسته له هغه په کابل کې پراخ محدودیت وضع شول چې د کورونا ویروس مثبتې پېښې مخ پر زیاتېدو شوې او عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ که محدودیتونه وضع نه شي، کورونا به افغانستان کې فاجعه رامنځته کړي.

خو اوس چې قرنطین بیا ماتیږي د کابل والي محمد یعقوب حیدري وایي، چې د محدودیتونو کمی په دې معنی نه‌دی چې خلک روغتیايي مشورې رعایت نه‌کړي او کرونا هیره کړي: (( محدودیتونه اسانه کېږي یعنې موږ هڅه کوو چې بازارونه په ځانګړې توګه د اصنافو بازارونه په بېلابېلو ساعتونو، وختونو او ورځو فعالیت وکړي، خو روغتیایي تدابیر اږ شرایط مراعت کړي او د عامې روغتیا وزارت پر مشورو عمل وکړي))

په مرکز کابل کې محدودیتونه په داسې حال کې کمېږي چې په افغانستان کې د کورونا د مثبتو پېښو شمیر له ۱۲ زرو اوښتې دي

دا په داسې حال کې ده چې د کابینې د تازه پرېکړې له مخې به دولتي ادارې سر له نن چهارشنبې څخه په سهار او مازیګر شفټونو کې کارونه پيل کړي، خو د عامې روغتیا وزارت خبرداری ورکړی که د کورونا پر ضد تدابیر جدي ونه نیول شي لوی ناورین به رامنځته شي.

د روغتیا وزارت معین وحید مجروح وايي، پر هېواد سختې ورځې راروانې دي او د کورونا ناروغي خپل بل پړاو ته داخله شوې ده.
وحید مجروح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي، روغتیايي کارمندان له خپلې وسې لس چنده هڅه کوي خود خلکو بې غورۍ یې ټولې هڅې په سیند لاهو کوي: (( که خلک صحي لارښوونو ته پام ونکړي، واټونه به په جنازو ډک شي.))

د یادونې ده چې په ننګرهار، کندوز، کابل، کندهار، بلخ او هرات کې قرنطین د چارواکو لخوا اوس هغسې نه عملي کېږي، چې له امله یې په تېرو لسو ورځو کې نږدې ۶ زره کسان کورونا نیولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب