Homeخبرونهتیرو څو میاشتو کې له افغان زندانونو ۱۳ زره بندیان ازاد شوي

تیرو څو میاشتو کې له افغان زندانونو ۱۳ زره بندیان ازاد شوي

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷ مه: په تیرو شاوخوا دریو میاشتو کې د کرونا ویروس د مخنیوې له وېرې له افغان زندانونو ۱۳ بندیان ازاد شوي او د ا لړۍ لا هم دوام لري.

د افغانستان د زندانونو د چارو د تنظیم اداره وايي چې په محابسو کې د کوروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره کم تدابیر لري او دوی مجبور دي چې د لوړ خطر د نه رامنځته کیدو په خاطر دغه په ډېر شمیر بندیان خوشي کړي.

د دغې ادارې ویاند فرهاد بایاني له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په خوشې شویو بندیانو کې شاوخوا زر تنه ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې ویاند وایي، په زندانونو کې یوازې د اتلس زره بندیانو لپاره د کروناویروس څخه د ژغورنې روغتیايي تدابیر لري خو دلته د بندیانو شمیر په لوړ حد کې دی.

دوی وایي ولسمشر ته یې د همدې خطر په اړه خبرداری ورکړی و چې د ولسمشر د ځینو فرمانونو په اساس په لنډ وخت کې په ډېر شمیر بندیان ازاد شول.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په زندانونو کې د کوروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره او دغه راز د کوچني اختر او د غويي اتمې په مناسبت د لسګونو زرو بندیانو د خوشې کولو جلا فرمانونه صادر کړي دي.

د دغو فرمانونو په اساس ټاکل شوې څه باندې ۲۲زره بندیان چې د جنايي جرمونو له کبله په محابسو کې زنداني دي خوشې شي.

د افغانستان په زندانونو کې څه باندې څلوېښت زره بندیان ساتل کېدل او د روغتیا وزارت د وړاندیز په اساس چې په زندانونو کې د کوروناویروس د مخنیوي لپاره باید د ګڼې ګوڼې کچه راټیټه شي، د ولسمشر غني ددغو دوو فرمانونو په تطبیق سره به په زندانونو کې د بندیانو شمېر شاوخوا اتلس زرو ته راټيټ شي.

دا په داسې حال ده چې تیره ورځ هم د وسلوالو طالبانو ۹۰۰ بندیان ازاد شول او دا هم د همدغه شمیر خوشي شویو بندیانو برخه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...