یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهد نجیب قبر ته د محب تګ له پراخ هرکلي سره مخ...

د نجیب قبر ته د محب تګ له پراخ هرکلي سره مخ شوی

تاند، چهارشنبه، د جوزا ۷ مه: د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب چې تیره ورځ پکتیا ولایت ته په سفر تللی و د خپل سفر په لړ کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله مزار ته هم ورغلی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې د حمدالله محب انځورونه په داسې حال کې لاس په لاس کیږي چې هغه د ډاکتر نجیب قبر ته د دعا لپاره ولاړ دی.

له ښاغلي محب سره د پکتیا والي شمیم خان کټوازی او یو شمېر نور چارواکي هم لیدل کیږي.

ویل کیږي، دا په تیرو ۱۹ کلونو کې لومړی ځل دی چې د افغانستان یو برحاله لوړپوړی چارواکی د ډاکتر نجیب مزار ته د دعا او یاد لپاره ورځي.

ډاکټر نجیب الله احمدزی، چې د پکتیا ولایت اصلي اوسیدونکی و، کابل ته د طالبانو د راتګ په لومړۍ ورځ له خپل ورور شاپور احمدزي سره یو ځای اعدام شو.

نوموړی سره له دې، چې د کمونیست پلوه حکومت د استخباراتي مشر په توګه په بشري جرمونو تورن یادیږي، خو د ولسمشرۍ د وخت چارو ته یې پلویان په ډېره ښه سترګه ګوري.

د ډاکتر نجیب لور هیله نجیب هم له ښاغلي محب مننه کړي چې د پلار او تره یاد یې تازه کړ.

په ټولنیزو رسنیو کې د ولسي جرګې د ځوانو وکیلانو سربیره ځینو چارواکو او ځوانانو دغه کار سخت ستایلی او دا یې د محب لویه زړورتیا ښودلي ده

دوی همدا راز ویلي چې تاریخ به هرڅه یو وخت روښانه کړي او دا به اوس په ډاګه کیږي چې ډاکتر نجیب د هیواد او ولس خواخوږی و نه قاتل او ظلم کوونکی، خو د ډاکتر نجیب مخالفینو بیا تر اوسه د دغه کار په اړه څه نه دي ویلي.

5 COMMENTS

  1. ډېر ښه کار شوی. خو متاسفانه زه د هر ښه عکس مخالف ځکه یم، چې زموږ د دښمن همغه ځای ته ورپام کېږي او بیا مو په همغه ځای کې وهي. داسې نه شی چې د شهید قبر والوزول شي.

    څو چې طالبان وي تر هغو به دښمن افغانان هېڅ خوشالۍ ته پرېنږدي.
    که د ښه ښوونځي انځور خپور کړي بله ورځ ړنګه شوې وي.
    که د ښه سړک انځور خپور کړي بیا هملته طالب انفجارونه کوي\ یا یې بیلدوزر پرې را بیګار کړی وي او سړک ورانوي.

  2. ډېر ښه کار شوی. خو متاسفانه زه د هر ښه عکس مخالف ځکه یم، چې زموږ د دښمن همغه ځای ته ورپام کېږي او بیا مو په همغه ځای کې وهي. داسې نه شی چې د شهید قبر والوزول شي.

    څو چې طالبان وي تر هغو به دښمن افغانان هېڅ خوشالۍ ته پرېنږدي.
    که د ښه ښوونځي انځور خپور کړي بله ورځ ړنګه شوې وي.
    که د ښه سړک انځور خپور کړي بیا هملته طالب انفجارونه کوي\ یا یې بیلدوزر پرې را بیګار کړی وي او سړک ورانوي.

  3. د ښاغلي محب دا کار د ستایلو دی. هرڅه نسبي وارزوئ. همدا زمونږ ویاړونه دي. که بل کوم مشر د بیتالمال په اړونده صادق او رښتینی وي، د ستایلو وړ دی. زمونږ دښمنان زمونږ ویاړونه او ملی نوامیس د بمونو په الوزولو د چا دزړونو نه نشي ایستلی. چې سل واره یې ورک کړي، سل ځلې په قوت راپورته کېږي. دوی د چا روان نشي ورکولای. مننه

  4. لادې ليک مې ډېر پخوا په دري ليکلی وو، چه خفه نه شئ، ویل یې ستاسو په اختیار :د نجیب د له مینځه وړلو دسیسه، داقصه تر دې هم اوږده ده،

    من شاهدم که پیشنهاد کودتا علیه داکتر نجیب از طرف نماینده ء وزارت خارجهء سویس به وکیل که وزیر خارجه بود صورت ګرفت. در سال های هشتاد آقای ویلی براندت، صدر اعظم آلمان در امور افغانستان برای راه حلی در فعالیت بود و بعد از آنکه ملل متحد داخل اقدام گردید، اقای براندت با معقولیت از فعالیت دست کشید و همه را به کودویز نمایندهٔ ملل متحد واگذار کرد تا در کار دو جانبه تکر یاسؤ تفاهم رخ ندهد.
    من در کابل بودم و روزی وکیل مرا فوری از طریق سکرتر خویس به وزارت خارجه به دفتر خویش دعوت نمود ، بعدا درک کردم که در نظر داشت تا سخنان نمایندهٔ وزارت خارجهٔ سویس را در تلفون با وزارت خارجه اش در سویس که دیلکت آلمانی صحبت میکرد بشنوم.این صحبت از دفتر سکرتر وکیل با وزارت خارجهء سویس صورت ګرفت، چه من این دیلکت سویسی را بلدم. بعد از ملاقاتش با این نماینده ها وکیل از من پرسید که در تلفون مورد صحبت این نماینده چه بود. آنچه شنیده بودم به او ګفتم . بعد وکیل تلفون و آدرس مرا در سویس تقاضا کرد و ګفت که آرزو دارد که خانم و اولاد های خود را برای سه چهار هفته به سویس به رخصتی میفرستد و اګر ضرورتی به ایشان پیش میشود با من در سویس در تماس خواهند شد. من از صحبت تلفونی نماینده ء سویس و وضع وکیل دانستم که موضوعی در بین است « در کفت و ګوی تلفونی آن سویسی یک جواب سوالی را که شنیدم این بود: میترسد! و دیگر اینکه میان تهی است، من به سویس برگشتم، یک ماه بعد که دوباره به کابل رفتم و در تمام مدت روی این گفتار تلفونی و سوالهای وکیل فکر نموده بودم فیصله نمودم که به نزد داکتر نجیب بروم و مستقیما با وی صحبت نمایم، متاسفانه آقای توخی به من بهانه کرد که مصروف است و از من میخواست بفهمد که مورد صحبتم چه است. من به او نگفتم و واقعا که ترسیده بودم، نتوانستم به وی اعتماد کنم، به توخی سخنان خانوادگی داکتر نجیب را بهانه کردم. من از توخی شکایت دارم! » درک کردم که موضوعی در بین است. ناحق نبود که سویس به وکیل بعد از کودتایش فورا ویزه داد که به سویس بیاید. موضوع کودتای وکیل بسی ابعاد وسیع دارد که خصوصا، سویس به دارایی های افغانستان خصوصاً زیورات خبر داشت و چشم بسته بود چه در سالهای ابتدای هشتاد به من این پیشنهادات از طرف یک ملیونر سویسی به نام وول شده بود و از یک زین دانه نشان که یکانه زین اسپ بی همتا در جهان است و خبر دارد که در افغانستان است و غیره با من صحبت نموده بود که اگر همکاری کنم، من آنزمان افغانستان را قربانی دیده بودم و به این آقای وول گفتم که بهتر است همانجاه نا پدید شود، چه بربادی افغانستان خواهی نخواهی در پیش است. این بوخرر و دوستانش که با یک تعداد افغانها سازمان دوستان افغانستان را ساخته بود مرا هم دعوت نمود ، ولی من لبیک نگفتم و عضو شان نگردیدم. لطفا موضوعات را ساده نبینید، ابعاد وسیع ضد افغانستان و مردم پلان شده بود که از طریق وکیل بالآخره میخواستند عملی سازند. نجیب مانند داوود خان از بین برده شد، واقعات طور دیگر و بسیار عمیق و وسیع است…….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب