تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۵مه) د یوې نوې سروې له مخې، په هرو اتو امریکايي کارکوونکو کې یوه کس ویلي چې خپله عاطفي اړیکه یې د لېنکډين له لارې پیل کړې ده.
دا بهیر په داسې حال کې مخ پر زیاتېدو دی چې د جعلي حسابونو، درغلیو او د کاروونکو د ستړیا له امله پر دودیزو اپلېکېشنونو د خلکو باور کم شوی دی.
لېنکډين، چې تر ډېره د مسلکي اړیکو جوړولو او د دندو موندلو لپاره پېژندل کېږي اوس د عاطفي اړیکو د پېژندنې لپاره هم کارول کېږي.
د دودیزو پېژندګلوۍ سافټویرونو برعکس، د لېنکډين پروفایلونه د کاروونکو اصلي نوم، د کار ځای، زدهکړې او مسلکي اړیکې ښيي، چې له امله یې خلک دغه معلومات ډېر د باور وړ ګڼي.
سروې ښيي چې نږدې نیمايي ګډونوالو د لېنکډين پروفایلونه د پېژندګلوۍ له اپونو څخه ډېر باوري بللي دي.
همدارنګه، په هرو پنځو کسانو کې یوه ویلي چې د خپل خوښې وړ کس د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره یې لېنکډين کارولی دی. سره له دې، ډېری کاروونکي لا هم له دې بهیر سره موافق نه دي.
نږدې دوه پر درېیمه برخه ګډونوال باور لري چې په لېنکډين کې عاطفي اړیکې ښايي د دوی پر مسلکي اړیکو منفي اغېز وکړي او درې پر څلورمه برخه وایي چې دا پلاتفورم باید یوازې پر سوداګرۍ او مسلکي فعالیتونو متمرکز پاتې شي.
کارپوهان وایي، د لېنکډين د کارونې بڼه بدلېدونکې ده، خو که څه هم دا پلاتفورم د خلکو د هویت د روڼتیا له امله د باور وړ ګڼل کېږي، بیا هم د شخصي او مسلکي اړیکو ګډول د کاري چاپېریال او مسلکي اعتبار لپاره ستونزې رامنځته کولای شي.