Homeخبرونهټرمپ د جګړه‌ییزو مهماتو د تولید د زیاتولو امر صادر کړ

ټرمپ د جګړه‌ییزو مهماتو د تولید د زیاتولو امر صادر کړ

تاند (چهارشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۵مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د دفاعي صنایعو د تولیدي وړتیاوو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی او له هغو شرکتونو یې غوښتي چې په دې برخه کې فعالیت کوي څو، د وسلو او پوځي تجهیزاتو د جوړولو بهیر چټک کړي.

ټرمپ د دې هېواد د پوځ د جګړې په کالج کې د دفاعي صنایعو او پوځي ټکنالوژیو د راتلونکې په اړه جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال دا څرګندونې کړې دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې په دې غونډه کې لوړپوړو پوځي قوماندانانو، د دفاعي شرکتونو مدیرانو، پانګه‌والو او د ټکنالوژۍ فعالانو ګډون کړی و او اصلي موضوع یې د وسلو د تولید چټکتیا او د نوې پوځي ټکنالوژۍ پراختیا وه.

ټرمپ په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې، حکومت به د دفاعي صنایعو په برخه کې د نوې پانګونې ملاتړ وکړي او په پنسلوانیا ایالت کې یې د څو اړوندو پروژو د پلي کېدو خبر هم ورکړ.

د هغه په وینا، د پوځي صنایعو د تولیدي وړتیا پراخول د حکومت د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې موخه یې د صنعتي بنسټونو پیاوړتیا او د امریکا د دفاعي برلاسۍ ساتل دي.

په ورته وخت کې، د امریکا د دفاع وزارت وویل چې دوی، د اوږدمهاله قراردادونو له لارې هڅه کوي چې تولیدوونکي شرکتونه د خپلو تولیدي کرښو پراخولو او د لا ډېرو پانګونو کولو ته وهڅوي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، دې تګلارې تر اوسه د توغندیز دفاعي سیستمونو او نورو اړینو پوځي تجهیزاتو د تولید لپاره د خصوصي سکټور میلیاردونه ډالر پانګونه راجلب کړې ده.

د دوی په وینا د دودیزو دفاعي شرکتونو ترڅنګ، د ټکنالوژۍ نوې او نوښتګرې کمپنۍ هم په دې برخه کې پراخ رول لوبوي.

د امریکا حکومت په داسې مهال د دفاعي صنایعو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کوي چې د اوکراین جګړې او د منځني ختیځ نښتو د توغندیو، هوايي دفاعي سیستمونو او مهماتو غوښتنه په څرګند ډول زیاته کړې ده.

دې وضعیت د امریکا د دفاعي صنایعو د تولیدي ظرفیت او اکمالاتي ځنځیر نیمګړتیاوې هم څرګندې کړې دي او د واشنګټن چارواکي باور لري چې د راتلونکو امنیتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره باید د پوځي تجهیزاتو د تولید وړتیا تر پخوا په خورا لوړه کچه لوړه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

شاه رخ خان د بالیووډ د تاریخ تر ټولو په ګرانه تمایم شوي فلم کې راڅرګندېږي

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۹ مه) د بالیووډ مشهور ستوری شاه رخ خان په یوه نوي فلم، چې «کینګ» نومېږي، د هند د...