Homeخبرونهد کرکټ چټک توپ اچوونکی خلیل احمد د درملنې لپاره هند ته...

د کرکټ چټک توپ اچوونکی خلیل احمد د درملنې لپاره هند ته ولېږدول شو

تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۵مه) د افغانستان د کرکټ چټک توپ اچوونکی چې له څه مودې راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت دی هند ته د درملنې لپاره ولېږدول شو.

د کرکټ بورډ ویاند سیدنسیم سادات په خپله فېسبوک پاڼه دغه خبر خپور کړی دی.

هغه لیکلي:« په خواشینۍ سره باید ووایو چې د کرکټ ځوان چټک توپ اچوونکی خلیل احمد له څه مودې راهیسې ناروغ دی. د ناروغۍ د تشخیص لپاره یې معاینات لا هم دوام لري. د کرکټ بورډ د لارښوونې او همکارۍ سره سم تر پرون ماښام د کابل په یو روغتون کې تر مراقبت لاندې و چې پرون ماښام خپله عمومي رییس میرویس اشرف یې هم پوښتنې ته ورغلی وو.»

سادات لیکلي چې،کرکټ بورډ د خلیل او د هغه کورنۍ سره د تېرو څو ورځو راهیسې تماس کې و او نن سهار یې د تشخیص او تداوۍ په موخه هند ته ولېږدوه.

نوموړی وایي چې، له خلیل احمد سره په دغه سفر کې د کرکټ بورډ د ظرفیت لوړونې څانګې یو ډاکټر هم ملتیا کوي.

سادات دا روښانه کړې نه ده چې، چټک توپ اچوونکی خلیل احمد څه ناروغي لري.

د کرکټ شنونکي هم د کرکټ بورډ دا کار یو نیک اقدام بولي او تمه لري چې، د درملنې برخه کې یې بې پروایي ونشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي...