تاند (پنجشنبه د چنګاښ/سرطان ۲۵مه) افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویلي چې، د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ به ترانسپورتي درېاړخیز دهلېز جوړ شي.
یاد وزارت نن (پنجشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) په اېکس دا خبر خپور کړی دی.
په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې، د دې دهلېز د جوړېدو پرېکړه د ایران د مشهد ښار په درېاړخیزه غونډه کې شوې ده.
د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د معلوماتو له مخې، د دې دهلېز په جوړېدو سره به د ایران او تاجکستان سوداګریز توکي د افغانستان له لارې لېږد او ټرانزیټ کېږي.
دغه درېاړخیزه غونډه د افغانستان، ایران او تاجکستان ترمنځ د ټرانزیټي همکاریو د پراختیا او د ترانسپورټي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړه شوې وه.
کارپوهان وایي، د دې دهلېز جوړېدل کولی شي افغانستان د سیمې په مهم ټرانزیټي مرکز بدل کړي، سوداګریزه راکړه ورکړه چټکه کړي او هېواد ته د ټرانزیټ له لارې اقتصادي عواید او سیمهییز اهمیت نور هم زیات کړي.