Homeخبرونهد ۲۰۲۶ نړیوال جام یوه جالبه پدیده؛ ولې د فوټبال ډېری ستورو...

د ۲۰۲۶ نړیوال جام یوه جالبه پدیده؛ ولې د فوټبال ډېری ستورو ګلابي بوټونه پښو کوي؟

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام په جالبو پدیدو کې یوه دا ده چې ډېری لوبغاړي ګلابي رنګه بوټونه په پښو کوي. نندارچیانو پام کړی چې نژدې ټول مشهور ستوري یو بل ته ورته ګلابي بوټونه کاروي.

دا وضعیت د فوټبال د بوټونو د درېیو لویو تولیدوونکو شرکتونو، نایکي (Nike)، اډیډاس (Adidas) او پوما (Puma)، د هغې پرېکړې پایله ده چې د نړیوال جام له پیل مخکې یې ګلابي رتکه بوټونه بازار ته وایستل.

خو د بازارموندنې کارپوهانو دا ورته‌والی «یو تبلیغاتي ناورین» بللی دی. د هغوی په وینا، کله چې ټول ستر برانډونه یو شان رنګ وکاروي، د هېڅ یوه شرکت محصولات په لوبغالي کې له نورو نه بېلېږي او د هر برانډ ځانګړی هویت نه ښکاري.

د شنونکو په باور، دا درې واړه شرکتونه د فېشن له یوه ګډ تمایل اغېزمن شوي، ځکه سږ کال ګلابي رنګ د موسم تر ټولو مشهور رنګ بلل شوی و.

سره له دې نیوکو، د ګلابي رنګ ټاکنه یوازې د ښکلا لپاره نه وه. ګلابي د رنګونو په کړۍ کې د شنه رنګ مقابل لوری دی، له همدې امله د شنه چمن پر سر ډېر روښانه او څرګند ښکاري. په پایله کې لوبغاړي، ریفریان او حتی د تلویزیون لیدونکي کولی شي د لوبغاړو د پښو او توپ حرکتونه په اسانۍ تعقیب کړي.

د دغو بوټونو ډیزاین له ډېر پخوا پیل شوی و او شرکتونو له کابو دوهوو کلونو څخه د نړیوال جام لپاره د ځانګړو بوټونو پر چمتو کولو کار کړی و.

له بلې خوا، د پخوانیو نړیوالو جامونو برعکس، چې هر شرکت به د کوربه هېواد له کلتور یا ځانګړو ډیزاینونو څخه الهام اخیست او خپل ځانګړی بصري هویت به یې وړاندې کاوه، سږ کال د بوټونو د رنګ او بڼې ډېر ورته والی د دې لامل شوی چې ډېری لوبغاړي له لرې واټنه نژدې یو شان ښکاره شي.

کارپوهان وایي، که څه هم دا کار له تخنیکي پلوه ځینې ګټې لري، خو د نړۍ د فوټبال په تر ټولو سترې سیالۍ کې یې د برانډونو ترمنځ د سیالۍ جذابیت او د هغوی تبلیغاتي اغېز کم کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...