Homeخبرونهد ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نوي استازي په افغانستان کې دنده...

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام نوي استازي په افغانستان کې دنده پیل کړه

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۶ مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) اعلان کړی چې تورهان صالح د چنګاښ له ۲۴مې نېټې راهیسې په افغانستان کې د دې ادارې د نوي استازي په توګه دنده پیل کړې ده.

صالح له دې وړاندې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د عربي هېوادونو د سیمه‌ییز دفتر د جګپوړي سلاکار په توګه دنده ترسره کوله.

هغه تر دې مخکې په ګانا او اریتریا کې هم کار کړی او د جنوبي افریقا لپاره د اپارتاید له پای ته رسېدو وروسته یې د یونیسف د لومړني پروګرام په جوړولو کې هم ونډه لرلې ده.

دې ادارې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې خپل فعالیتونه تر ډېره د خلکو پر مستقیم ملاتړ او د سیمه‌ییز اقتصاد د پاشل کېدو د مخنیوي پر چارو متمرکز کړي دي.

د کاري فرصتونو رامنځته کول، مسلکي زده‌کړې، د کروندګرو ملاتړ، او د اوبو لګولو کانالونو، شنوخونو او کوچنیو سیمه‌ییزو بنسټیزو پروژو جوړول په افغانستان کې د دې ادارې د مهمو پروګرامونو برخه ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د ملګرو ملتونو اصلي پراختیايي اداره ده چې په شاوخوا ۱۷۰ هېوادونو کې فعالیت کوي. د بېوزلۍ کمول، د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول، د عامه خدمتونو پیاوړتیا، د بحرانونو په وړاندې چمتووالی او د اقلیمي بدلونونو له اغېزو سره مبارزه د دې ادارې له مهمو موخو څخه دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...