Homeخبرونهبریتانیا ۳۱۵ میلیون پونډه افغانستان ته د مرستې لپاره ډالر ځانګړي کوي

بریتانیا ۳۱۵ میلیون پونډه افغانستان ته د مرستې لپاره ډالر ځانګړي کوي

تاند (جمعه، د چنګاښ/ سرطان ۲۶مه) د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ۳۱۵ میلیون پونډه (شاوخوا ۴۲۴ میلیونه امریکايي ډالر) ځانګړي کړي.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل، دا مرستې به هر کال ۱۰۵ میلیون پونډه د نړیوالو موسسو له لارې، د خلکو د حیاتي اړتیاوو د پوره کولو لپاره ولګول شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همیش فالکنر د پنجشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۵مه، په یوه خبرپاڼه کې وویل چې هېواد یې دا مرسته په راتلونکو درییو کلونو کې له افغانانو سره د مرستې لپاره برابروي.

هغه ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم خورا خراب دی او د لا خرابېدو احتمال هم شته. د هغه په وینا، د خوارځواکۍ زیاتوالی، اقلیمي بدلونونه، د خوړو ناامني او لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی د افغانستان د بشري بحران له مهمو لاملونو څخه دي.

فالکنر زیاته کړه چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار او په ټولنیز ژوند کې پر ګډون لګول شویو محدودیتونو دا بحران لا پسې ژور کړی دی.

هغه وویل:

«ښځې او نجونې باید له برابر فرصتونو برخمنې وي او وکولای شي په بشپړ ډول په ټولنه کې ګډون وکړي. له دغو حقونو څخه د هغوی محرومول د افغانستان د اوږدمهاله پرمختګ، ثبات او هوساینې پلپاره ستر خنډ دی.»

د دې پروګرام له مخې، بریتانیا به له ۲۰۲۶ څخه تر ۲۰۲۹ کلونو پورې هر کال ۱۰۵ میلیون پونډه د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو، زده‌کړو، د زیانمنو قشرونو او بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ، او د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو د مقاومت د پیاوړتیا لپاره ځانګړي کړي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، افغانستان د نړۍ له تر ټولو سخت بشري او خوراکي ناورین سره مخ دی، او روان میلادي کال  ۲۱.۹ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (DPUN) روانه میاشت افغانستان ته د سفر په ترڅ کې وویل چې له هرو څلورو افغانانو درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو وس نه لري. الکسندر ډي کرو ووویل افغانستان له څو اړخیزو بحرانونو سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) مشر، الکساندر ډي کرو د چنګاښ ۱۵مه په خپله ایکس‌پاڼه کې د یوه ویډیويي پیغام په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې له هرو څلورو وګړو څخه درې تنه د خپلو لومړنیو اړتیاوو د برابرولو توان نه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

عامر خان له درېیم واده وروسته د خپلې کورنۍ لپاره ګډ استوګنځی جوړوي

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۲ مه)د بالیووډ مشهور لوبغاړي عامر خان له خپل درېیم واده وروسته یو ځل بیا د رسنیو د پام...