Homeخبرونهپه بریتانیا او جرمني کې دوه افغانان د قتل په تور ونیول...

په بریتانیا او جرمني کې دوه افغانان د قتل په تور ونیول شول

تاند (پنجشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۵ مه) په جرمني کې یو  افغان د یوه محصل د وژلو په شک نیول شوی او په بریتانیا کې بیا یو افغان، چې عصبي ناروغي یې لرله، د یوه سړي په وژلو محکوم شوی دی.

بریتانیايي رسنیو نن راپور ورکړ، افغان کډوال، چې داوود صافی نومېږي او په عقلي رواني ناروغۍ اخته و، د براډهرسټ نومي کس د وژلو په جرم محکوم شوی دی.

رسنۍ وايي، دا افغان، چې ۲۸ کلن دی او  په لارۍ کې په قاچاق بریتانیا ته تللی، دوې ورځې مخکې تر دې چې د براډ هرسټ د وژلو هڅه وکړي، له روغتون څخه رخصت شوی و.

د راپور له مخې، ۴۹ کلن براډهرسټ وروسته له هغه ومړ چې د لندن د لوېدیځې سیمې اکسبریج په مډهرسټ ګارډنز کې د داوود صافي له لوري پر غاړې، سینې او اړخ د چاقو ۱۴ ګوزارونه وشول.

داوود صافي د تېر کال د اکتوبر په ۲۷مه د خپل کور خاوند ۴۵ کلن شهزاد فاروق، او یو ۱۴ کلن هلک هم په چاقو ټپیان کړي وو.

له بلې خوا د جرمني رسنیو راپور ورکړی چې یو ۲۲ کلن جرمنی محصل په راینلنډ-فالتس ایالت کې ټرایر پوهنتون ته نژدې د چاقو په برید وژل شوی دی. د جرمني پولیسو د دې پېښې په تړاو یو افغان وګړی نیولی دی.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د چهارشنبې، د چنګاښ په ۲۴مه، د رابرت شومان آلې په سړک کې، چې په راینلنډ-فالتس ایالت کې د ټرایر پوهنتون له ودانۍ څخه څو سوه متره واټن لري، رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو بېړنیو خدماتو ته زنګ وهلی او پولیسو ته یې خبر ورکړی چې یو کس، چې چاقو ورسره و، پر بل کس برید کړی او وروسته له سیمې تښتېدلی دی.

پولیسو د پېښې له رامنځته کېدو لږ وروسته د برید په تړاو یو افغان پناه‌غوښتونکی ونیوه.

ژغورونکو هڅه وکړه چې د ټپي شوي محصل ژوند وژغوري او روغتون ته یې ولېږدوي، خو هغه د سختو ټپونو له امله لږ وروسته ساه ورکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

سوله دوست څمکني!| سپين‌روان نورزی

د جدي مياشت وه، په ګرديز کې سخته واوره ورېده، داسې وچ کلک ساړه و چې د تعريف لپاره يې الفاظ نه شم موندلی،...