تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳مه) د ۲۰۲۶ د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په امریکا، کاناډا او مکسیکو کې روانې دي. که دا لوبې ګورئ ښايي دې ته مو پام شوي وي چې د دومو د زیاتوالي په شمول د لوبې په مقرراتو کې ځینې برلونونه راغلي دي. دلته دې بدلونونو ته کتنه کوو.
په فوټبال کې د وخت ضایع کولو د مخنیوي او د لوبې د لا زیات په زړه پورې کولو لپاره د فوټبال نړیوال فدراسیون (FIFA) او د فوټبال د قوانینونو جوړونې نړیوال بورډ (IFAB) له خوا نوي قوانین او ځینې ازمیښتي طرحې معرفي شوي دي.
د افسایډ د نويو اصولو او د موقتي دمو په اړه بشپړ معلومات په لاندې ډول دي:
د افسایډ نوي اصول (Wenger Rule)
د انګلیستان د ارسنل کلب د پخواني روزونکي ارسین وینګر له خوا وړاندیز شوي دا نوی اصول چې د “وینګر قانون” په نوم یادیږي، اوس مهال په ځینو لیګونو کې په ازمیښتي ډول اجرا کېږي:
د نیمه اتومات افسایډ سیستم (Semi-Automated Offside)
که څه هم دا د قانون بدلون نه، بلکې د ټکنالوژۍ پرمختګ دی، خو اوس د نړیوالو سیالیو مهمه برخه ده.
- ځانګړې کمرې او سنسرونه د لوبغاړو موقعیت په څو ثانیو کې معلوموي.
- د افسایډ پرېکړې تر پخوا ډېرې چټکې او دقیقې کېږي.
• اصلي بدلون: په پخواني قانون کې که د بریدګر د بدن یوازې یو کوچنی برخه هم تر وروستي مدافع مخکې وه، افسایډ ګڼل کېده. مګر په نوي قانون کې، بریدګر یوازې هغه وخت په افسایډ کې راځي چې د هغه ټول بدن په بشپړ ډول له مدافع څخه مخکې وي.
• ګټه: که د بریدګر د بدن کومه برخه (لکه د پښې شاتنۍ برخه) له مدافع سره په یوه کرښه کې وي، لوبه افسایډ نه ده. دا قانون د برید کوونکو په ګټه دی او په لوبو کې د ګولونو شمیر زیاتوي.
د څو ځلې دمو اصول (Cooling Break او د لوبغاړو بدلون)
په اوسني فوټبال کې دوه مهم بدلونونه راغلي دي:
• د اوبو څښلو رسمي دمې (Cooling Breaks): په ګرمه هوا او د لوړې تودوخې پر مهال، د لوبې د ۹۰ دقیقو په لړ کې یوازې یو ځل (د لومړۍ نیمایي په پای کې) تفریح نه وي. بلکې په هره نیمایي کې (د ۳۰مې او ۷۵مې دقیقې په شاوخوا کې) ریفري لوبه له ۱ څخه تر ۳ دقیقو پورې دروي ترڅو لوبغاړي دمه وکړي او اوبه وڅښي.
• د ۵ بدلونونو لپاره ۳ فرصتونه (Substitution Windows): هر ټیم ته اجازه شته چې ۵ لوبغاړي بدل کړي، مګر د لوبې د سرعت ساتلو لپاره د لوبې په جریان کې یوازې ۳ ځلې دمه یا فرصت ورکول کیږي ترڅو خپل لوبغاړي بدل کړي. د لومړۍ نیمایي په منځنۍ تفریح (Halftime) کې شوي بدلونونه په دې درېیو فرصتونو کې نه حسابیږي.
د موقتي اخراج قانون (Sin Bins)
د دمو په اړه یو بل نوی قانون چې په ټیټو کټګوریو کې ازمویل شوی، د “سېن بېنز” (Sin Bins) یا د ۱۰ دقیقو موقتي اخراج دی:
• که یو لوبغاړی له ریفري سره سخت بحث وکړي یا په قصدي ډول تاکتیکي تېروتنه (فول) وکړي، ریفري ورته د ژیړ کارت پر ځای شین یا نیلي کارت ښيي او لوبغاړی مجبوره دی چې د ۱۰ دقیقو لپاره میدان پریږدي او په بهرنۍ دمه ځای کې کښیني. د وخت له پوره کیدو وروسته بیرته میدان ته داخلیدای شي.
د ګول ساتونکي لپاره د توپ ساتلو نوی قانون
د پخواني قانون له مخې، ګولکیپر کولای شول توپ تر ۶ ثانیو پورې په لاس کې وساتي، خو دا قانون په عملي ډول ډېر کم پلی کېده.
په نوي قانون کې:
- که ګولکیپر توپ له ۸ ثانیو څخه زیات په لاس کې وساتي، ریفري به مقابل لوري لوبډلې ته کارنر (Corner Kick) ورکړي، نه غیرمستقیم فري کیک.
- ریفري به وروستۍ ۵ ثانیې په لاس شمېري ترڅو ګول ساتونکي ته خبرداری ورکړي.
دا قانون د وخت ضایع کولو د مخنیوي لپاره نافذ شوی دی.
یوازې لوبډلمشر له ریفري سره خبرې کولای شي
د ریفري د درناوي او د شخړو د کمولو لپاره نوی اصل معرفي شوی دی.
- د لوبې پر مهال یوازې د هرې لوبډلې لوبډلمشر (کیپتان) حق لري چې د ریفري د پرېکړو په اړه ورسره خبرې وکړي.
- که نور لوبغاړي ریفري محاصره کړي یا ورسره بې ځایه بحث وکړي، ژیړ کارت ورکول کېدای شي.
- که ګول ساتونکی لوبډلمشر وي، باید له مخکې یو بل لوبغاړی وټاکل شي چې د اړتیا پر مهال له ریفري سره خبرې وکړي.
ویډیو ته مراجعه کول
په ځینو سیالیو کې په ازمیښتي ډول:
- ریفري د VAR له ارزونې وروسته خپله وروستۍ پرېکړه د لوبغالي نندارچیانو ته د مایکروفون له لارې اعلانوي.
- هدف یې د پرېکړو روڼتیا او د نندارچیانو د ابهام کمول دي.
د اضافي وخت دقیق حساب
اوس ریفریان د هغو دقیقو حساب په ډېر دقت کوي چې د لاندې مواردو له امله ضایع کېږي:
- د لوبغاړو بدلونونه
- د ټپي کېدو درملنه
- د VAR ارزونه
- د ګول لمانځنه
- د وخت قصدي ضایع کول
له همدې امله اوس په ډېرو لوبو کې د اضافي وخت اندازه تر پخوا ډېره لیدل کېږي.
د لوبغاړو د بدلون برېښنايي سیستم
په ډېرو نړیوالو سیالیو کې:
- روزونکي د کاغذي فورمې پر ځای د ځانګړي ټابلیټ یا برېښنايي وسیلې له لارې د لوبغاړو د بدلون غوښتنه ثبتوي.
- دا کار د بدلونونو پروسه چټکه او د اداري تېروتنو مخه نیسي.