Homeخبرونهد ګرمۍ له سکتې د ځان ساتلو لپاره څه پکار دي؟

د ګرمۍ له سکتې د ځان ساتلو لپاره څه پکار دي؟

تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) په داسې حال کې چې په اروپا، اسیا او د امریکا په ځینو سیمو کې د سختې ګرمۍ څپه دوام لري، روغتیايي متخصصانو د تودوخې د لوړېدو د جدي پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

دوی وايي، د ګرمۍ اغېزې له سرسري ګرمي‌وهنې پیل کېږي، چې نښې یې سر ګرځېدا، سر دردي، لړزه او ډېره تنده ده، خو که درملنه ونه شي، ښايي د ګرمۍ سکتې ته ورسېږي.

د ګرمۍ سکته یو بېړنی روغتیايي حالت دی چې د بدن مرکزي تودوخه پکې د سانتي‌ګراد له ۴۰.۶ درجې  څخه لوړېږي. دا حالت د بدن د غړو دایمي زیان او حتی د مړینې سبب کېدای شي. د دې ناروغۍ په نښو کې سخته ساه اخیستل، ذهني ګډوډي، تشنج او زړه بدوالی شامل دي.

متخصصان وايي، ماشومان، زاړه کسان، بې‌کوره خلک، په ازاد چاپېریال کې کارکوونکي او هغه کسان چې د زړه، سږو یا شکر ناروغۍ لري، تر نورو ډېر د ګرمۍ له خطر سره مخامخ دي.

د څېړنو له مخې، هر کال په نړۍ کې نژدې ۵۰۰ زره کسان د سختې ګرمۍ له امله له ژونده بې یزخې کېږي، او د اقلیمي بدلونونو له امله د دغو مړینو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

سخته ګرمي د هوا ککړتیا او د ځنګلونو د اورونو لوګي هم زیاتوي او تر وخت مخکې زیږون او د نویو زېږېدلو ماشومانو د کم وزن لامل هم کېدای شي.

متخصصان وایي، د دوبي په لومړیو کې د مړینې خطر ډېر وي، ځکه د انسان بدن لا له ګرمۍ سره نه وي عادت شوی، او هغه سیمې چې د لوړې تودوخې تجربه نه لري، تر نورو ډېرې زیانمنېږي.

دوی ټینګار کوي چې د سیوري لرونکو ځایونو جوړول، د ودانیو د ډیزاین ښه کول، د ګرمۍ د خبرداري چټک سیستمونه او د روغتیايي سپارښتنو عملي کول اړین دي.

د دوی په وینا، د سختې ګرمۍ په ترڅ کې باید د ورځې په تر ټولو ګرمو ساعتونو کې له درنو فعالیتونو ډډه وشي، کافي اوبه وڅښل شي، ډېر استراحت وشي، مناسبې او سپکې جامې واغوستل شي او د زړو او نورو زیان‌ګالو کسانو ځانګړې پاملرنه وشي، ځکه د ګرمۍ سکته یو بېړنی حالت دی او سمدستي درملنې ته اړتیا لري.

متخصصان دا هم وايي چې د سختې ګرمۍ څپې نورې استثنايي پېښې نه دي، بلکې د نړۍ د نوي اقلیمي وضعیت یوه عادي برخه ګرځېدلې ده. د دوی په باور، حکومتونه باید د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د اوږدمهالو اقداماتو ترڅنګ، د عامې روغتیا د ساتنې لپاره هم بیړني پروګرامونه پلي کړي.

په دغو پروګرامونو کې د یخو مرکزونو زیاتول، د سختې ګرمۍ په ورځو د کاري ساعتونو تنظیم، د بېړنیو روغتیايي خدمتونو پیاوړتیا او د ګرمۍ د خطرونو په اړه عامه پوهاوی شامل دي، څو په راتلونکو کلونو کې د مړینو شمېر راکم شي.

په اروپا کې د تاریخ په تود جون کې ۲ زره تنه له ګرمۍ مړه شول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب