تاند (شنبه، د چنګاښ/ سرطان ۱۳ مه) د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له پاکستانه تر ۵۳۰ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۶۱ زره او ۸۰۰ کسان په جبري ډول ایستل شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د ټولو بېرته ستنېدونکو ۵۵ سلنه ماشومان دي او ۵۰ سلنه ښځې دي. همداراز، د راستنو شویو کورنیو شاوخوا ۳۴ سلنه د ښځو له خوا سرپرستي کېږي.
د ملګروملتو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، تر اوسه یې له ۱۵۸ زره او ۳۰۰ څخه د زیاتو راستنو شویو کډوالو ملاتړ کړی او له تېر کال راهیسې یې په کابل، کندهار او جلال اباد کې له ۷۵۳ زرو څخه ډېرو کسانو ته نغدي مرستې ورکړې دي.
د راپور له مخې، ډېری کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته داخل شوي او پلان لري چې په ننګرهار، کابل، لوګر، کندهار او کندوز ولایتونو کې مېشت شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو د راستنېدو بېساری بهیر، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له زیاتېدونکو کړکېچونو سره هممهاله روان دی، د افغانستان پر بشري وضعیت او بنسټیزو خدماتو سخت فشار راوړی دی.