پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+ د هوږې له ګټو خبر یاست؟ / ډاکټر ش میره‌کی

 د هوږې له ګټو خبر یاست؟ / ډاکټر ش میره‌کی

څېړنه: په شپږو دلایلو ولې باید سړی هره ورځ یو پلی هوږه وخوري؟

ایا پوهېږئ چې هوږه د نارینه لپاره په ځانګړي ډول له ګټو ډکه ده؟ موږ پوهېږو چې هوږه خوړو ته ځانګړی بوی او خوند ورکوي او د غوره خوړو لپاره یو مهم توکی دی. له زرګونو کلونو راهیسې دا پېژندل شوې ده چې هوږه ډېرې روغتیایي ګټې لري. که یوه مېرمن غواړي له خپل مېړه سره ښې جنسي اړیکې ولري، نو باید دې ته پام وکړي چې د ژوند ملګری یې په منظمه توګه هوږه وخوري. دا تجربه شوې ده چې هوږه د سړي جنسي ځواک پیاوړی کوي، د وینې جریان تنظیموي او سربېره پر دې نورې جنسي اړتیاوې هم پوره کوي.

۱- هوږه د زړه د روغتیا لپاره ګټوره ده: هوږه یوازې د عاطفي ژوند لپاره نه، بلکې د زړه د روغتیا لپاره هم ډېره ګټوره بلل شوې ده. رښتیا هم هوږه د زړه له ناروغیو سره مبارزه کوي، د وینې فشار راټیټوي او کولېسټرول کنټرولوي. هوږه د سړیو لپاره یوازې دا ګټه نه لري؛ الله عزوجل په هوږه کې داسې عناصر ځای پر ځای کړي دي چې د هضم پر مهال ستونزې او تسمم له منځه وړي.

۲- هوږه د پروسټاټ د پړسوب مخه نیسي: د سړیو عمر چې څومره ډېرېږي، هماغومره دا اندېښنه پیدا کېږي چې د ځینو کسانو پروسټاټ به وپړسېږي. خو پیاز او هوږه دا وړتیا لري چې د پروسټاټ د پړسوب مخه ونیسي. څېړنو ښودلې ده چې هغه کسان چې په منظمه توګه هوږه او پیاز کاروي، د هغو کسانو په پرتله چې نه یې کاروي، د پروسټاټ له پړسوب څخه ۲۸٪ ډېر خوندي وي.

کله باید هوږه ونه خورو؟

۳- هوږه د ګاز او میکروب ضد ده: د هوږې له ډېرو مثبتو ځانګړنو څخه یوه دا ده چې د الیسین په نوم یوه ماده لري، چې دا د تسمم ضد ده. سربېره پر دې، هوږه د انسان په بدن کې د شته زهري موادو د له منځه وړلو کې هم مهم رول لري. د دې تر څنګ د پښتورګو لپاره هم ګټوره ده. د یادونې وړ ده چې که یو څوک زکام ولري، نو ښه ده چې ډېره هوږه ونه خوري، ځکه هوږه د پوزې د پړسوب لامل ګرځي.

۴- هوږه د پښو د چاودېدو درملنه کوي: په هوږه کې شته مواد دا وړتیا لري چې د ورزشکارانو د پښو د چاودېدو مخه ونیسي او یا یې د درمل په توګه وکارول شي. که ستاسو د پښو پوندې چاودې وي، څلور پلی تازه مېده شوې هوږه په ګرمو اوبو کې واچوئ او بیا د دېرشو دقیقو لپاره خپلې پښې پکې کېږدئ. که دا چاره درې ورځې پرله‌پسې تکرار شي، د پوندو او پښو د چاودېدو درملنه به وشي.

۵- له سرطان سره مبارزه کوي: په هوږه کې د سلینیم په نوم ماده شته چې له سرطان سره مبارزه کوي، په ځانګړې توګه د هغو سرطاني ناروغیو پر وړاندې چې په دودیزه توګه سړي ورسره ډېر مخ کېږي؛ لکه د پروسټاټ سرطان، مثانه، غټې کولمې (کولون)، معده او سږي.

۶- د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي: په هوږه کې شته ترکیبات پر بدن مثبت اغېز لري او د بدن دفاعي ځواک لا پیاوړی کوي، چې د ګڼو ناروغیو مخه نیسي. په ۲۰۲۰ ز کال کې پر ۲۱ کسانو دا تجربه ترسره شوې ده او څرګنده شوې ده چې په منظمه توګه د هوږې خوړل د زکام مخه نیسي.

هوږه

هوږه د سرطان په مخنیوي کې اغېزناکه ده/ ژباړه: حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...