پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهکویت د اقامې په قانون کې یو لړ بدلونه راوستي

کویت د اقامې په قانون کې یو لړ بدلونه راوستي

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۴ مه) د کویت حکومت په خپل هیواد کې د مېشتو بهرنیانو لپاره د استوګنې (اقامې) په قانون کې نوې بدلونونه معرفي کړي دي، چې موخه یې له هېواده د باندې د پاتې کېدو موده محدودول او د اقامې سیستم لا اغېزمن کول دي.

د نویو مقرراتو له مخې، هغو کسانو ته چې د اوږدې مودې لپاره له کویت څخه بهر پاتې کېږي، یو حد تاکل شوی دی.

د کویت د کورنیو چارو وزارت د نوي اقامتي قانون له مخې د بهرنیو اوسېدونکو لپاره نوی قانون نافذ کړی، چې پر بنسټ یې هر بهرنی وګړی کولی شي تر شپږو میاشتو پورې له کویت څخه بهر پاتې شي. که څوک له دې مودې زیات بهر پاتې شي، نو د هغه د اقامې حیثیت له خطر سره مخامخ کېدای شي.

د نړۍ په ځینو نورو هیوادونو کې هم د دایمي اقامت یا استوګکنې لپاره ټکلي وختونه شته، مثلاً د بریتانیا د قوانیونو له مخېو هغه څوک چې د دغه هیواد دایمي اقامت لري، باید تر ۱۸ میاشتو ډېر له دې هیواده بهر پاتې نه شي.

د خلیج نیوز د راپور له مخې، دا پرېکړه د کویت د اقامتي قانون د نويو اداري مقرراتو برخه ده او پر ډېری اقامتي کټګوریو به تطبیق شي. خو پانګه‌اچوونکو او د جایداد لرونکو کسانو ته به په دې قانون کې تر یوې کچې استثنا ورکړل شي.

دا نوي مقررات پر کورنیو کارکوونکو هم تطبیقېږي، چې د ۲۰مې مادې (Article 20) له مخې ثبت شوي دي. د هغوی لپاره له هېواده د باندې د پاتې کېدو اعظمي موده څلور میاشتې ټاکل شوې ده. که تر دې زیاتې رخصتۍ ته اړتیا وي، نو کفیل باید په رسمي ډول اجازه ترلاسه کړي.

چارواکي وایي، د دغو بدلونونو موخه د اقامتي قوانینو د تطبیق ښه کول او د بهرني نفوس د ادارې لا اغېزمنول دي، په داسې حال کې چې د بهرنیانو لپاره د اوږدې مودې د اوسېدو په خاطر یو څه اسانتیاوې هم په پام کې نیول شوې دي.

کویت د خلیج یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر شمېر افغانان هم پکې اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...