Homeخبرونهایلن مسک: په ۲۰۲۶ کې د مغز اتومات جراحي عملي کېږي

ایلن مسک: په ۲۰۲۶ کې د مغز اتومات جراحي عملي کېږي

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۴ مه) رویټرز راپور ورکړی چې د نورالینک اجرایي مشر ایلن مسک په ټولنیزه شبکه «ایکسپاڼه» کې په یوه پوسټ کې ویلي، دا شرکت به د مغز او کمپیوټر د نښلولو وسایلو پراخ تولید پیل کړي.

هغه زیاته کړې چې نورالینک به په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ اتومات جراحي عملیاتو ته مخه کړي.

دا ایمپلنټ د هغو کسانو د مرستې لپاره طرحه شوی چې د ملا د تیر د ټپونو په څېر ستونزې لري، او لومړي ناروغ ترې د ویډیويي لوبو، انټرنېټ کارولو، په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټونو د خپرولو او پر لپ‌ټاپ د کرسر د خوځولو لپاره استفاده کړې ده.

نورالینک وروسته له هغه د خپل مغزي ایمپلنټ انساني ازموینې په ۲۰۲۴ کال کې پیل کړې چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) له‌خوا راپورته شوې د خوندیتوب اندېښنې یې حل کړې؛ هغه اداره چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د شرکت لومړنۍ غوښتنه رد کړې وه.

دې شرکت د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې په ټوله نړۍ کې ۱۲ کسانو، چې له شدید فلج سره مخامخ دي، د نورالینک مغزي ایمپلنټونه ترلاسه کړي او د فکر له لارې یې د ډیجیټلي او فزیکي وسایلو د کنټرول لپاره کاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...