پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهسلام ضعیف:د امریکا بدمعاشي راتلونکې کې نړیوال ګواښ دی

سلام ضعیف:د امریکا بدمعاشي راتلونکې کې نړیوال ګواښ دی

تاند ( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۴مه) ‏په اسلام آباد کې د طالبانو د لومړۍ دورې سفیر، ملا عبدالسلام ضعیف پر وینزویلا د امریکا برید “کړغېړن” عمل بللی او زیاته کړې ده چې،  په دغه هېواد کې د امریکا لېوالتیا طبیعي سرچینو سره ده.

ضعیف ویلي د همدې لپاره یې ولسمشر مادورو”اختطاف” کړ، چې د دغه هېواد ټوله شتمني قبضه کړي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا د “بدمعاشۍ” دا عمل په راتلونکې کې د ټولو هېوادونو لپاره یو نړیوال ګواښ دی.

که څه هم ضعیف په ښکاره دا ګواښ کوم هېواد ته متوجه نه دی بللی، خو کارپوهان باور لري چې پر وینزویلا د امریکا برید د چین او ایران له امله پر افغانستان ښکاره اغېز لري.

طالبانو تر اوسه رسماً پر وینزویلا د امریکا برید ته کوم غبرګون نه دی ښودلای او نه یې له اغېزو د خوندیتوب لپاره کومه ستراتیژي وړاندې کړې ده.

بل لورته د ملګرو ملتونو امنیت د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش پر وینزویلا د امریکا برید ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د امریکا د برید په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

د یادې غونډې نېټه سبا دوشنبه یاده شوې خو د ګډونوالو هېوادونو نوملړ پکې نه دی په ډاګه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...