تاند(یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۴مه) له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د تماس کمېسیون وايي، د سقوط شوي جمهوریت دوو پوځي پیلوټانو ته یې د خوندیتوب کارتونه ورکړل.
یاد کمېسیون لیکلي چې، دغه دوه پيلوټان له افغان شخصیتونو سره د تماس د کمېسیون له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کمېسیون د راستانه شویو پوځیانو له قوله لیکلي، د کابل له سقوط سره سم پخواني پوځیان د ناسمو تبلیغاتو له امله بهر ته، تګ ته اړ شول او هېواد ته له راتګ وروسته له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي.
دغه پیلوټان داسې مهال په خپل هېواد کې د خوندیتوب کارتونه ترلاسه کوي چې، د کارپوهانو په باور اوس هم لسګونه افغان استعدادونه د طالبانو له وېرې بهر کې سخت او تنګ ژوند تېروي.
دوی وایي چې، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او د طالبانو حکومت د خوندیتوب د کارتونو په وېشلو یو ډول بې باوري خپروي.
ارواپوهان دا چاره یو ډول رواني ګډوډي خپروي او ټینګار کوي چې، طالبان باید د جمهوریت د وخت کارکوونکي وطن ته تر راتګ وروسته له اندېښنو سره مخ نه کړي.