تاند ( یک شنبه د مرغومي – جدي ۱۴مه) د هند یوې محکمې هغه سړی بې ګناه اعلان کړی، چې د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوی و.
د راپورونو له مخې هندي رسنۍ وایي، دغه کس ځکه بې ګناه اعلان شو، چې ځکه پولیسو ونه توانېدل چې نیول شوي نشه يي توکي د شواهدو په توګه وړاندې کړي.
دغې پېښې هغه مهال خلک حیران کړل کله چې، پولیسو محکمې ته وویل؛ موږکانو د پولیسو په ګودام کې نږدې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس خوړلي دي.
د پولیسو دغې خبر محکمه محکمه هم حیرانه کړ او جدي پوښتنې راپورته کړې چې پولیس او نور قانوني ادارې څه ډول په حساسو جنايي قضیو کې شواهد اداره کوي.
دغه پېښه څنګه او کله شوې؟
راپورونه وایي دغه پېښه د هند په ختیځ کې د جهارکند په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې پولیسو په زیاته پيمانه چرس په یوه موټر کې ونیول او پولیسو دغه قضیه په کال ۲۰۲۲ کې په محکمه کې ثبت کړه.
تر څېړنو وروسته معلومه شوه چې ۲۰۰ کیلوګرامه چرس په ډېر مهارت په موټر کې ځای پر ځای شوي خو تورن کس هم ورسره ونیول شو.
د راپور له مخې کله چې محکمې له پولیسو غوښتنه وکړه چې، کشف شوي چرس محکمې ته حاضر کړي څو د تورن کس په اړه پرېکړه ونیسي، خو پولیسو وویل چې، چرس نشته.
پولیسو وویل: « موږ په یوه دولتي ګودام کې چرس ایښي وو، هلته موږکانو ځای پیدا کړی وو او په تېره موده کې ټول چرس خوړلي دي.»
محکمه هم حیرانه شوه، چې څنګه په دومره لویه کچه چرس موږکانو خوړلي او د ګودام ساتونکي نه دي خبر شوي.
محکمې په دې پېښه کې د پولیسو بې پروایۍ ته په کتو وویل، چې دوی نشي کولی له شواهدو پرته څوک مجرم ثابت کړي، نو په همدې اساس یې تورن کس بې ګناه اعلان کړ.
د محکمې د حکم تر اعلان وروسته پر ټولنیزو رسنیو دې خبر سخت غبرګونونه درلودل، ځینو د ټوکو په بڼه دا خبر مسخره کړ چې، څنګه موږکانو ۲۰۰ کیلوګرامه چرس خوړلي، خو ځینو نورو بیا پر پولیسو سختې نیوکې کړې دي.