جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهجرمني په ۲۰۲۵ کې تر ۸۰ ډېر مجرم افغانان له خپلې خاورې...

جرمني په ۲۰۲۵ کې تر ۸۰ ډېر مجرم افغانان له خپلې خاورې ایستلي

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۴ مه) د جرمني چارواکي وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ افغان پناه‌غوښتونکي، چې په جرمونو محکوم شوي وو، بېرته افغانستان ته استول شوي دي.

دا اقدام د مهاجرت او عامه امنیت په برخه کې د برلین د سخت دریځ څرګندونه کوي.

د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانانو د استولو وروستۍ پېره د جمعې په ورځ ترسره شوه، چې پکې یو افغان وګړی، چې مجرم پېژندل شوی و، افغانستان ته ولېږل شو.

په جرمني کې د بهرنیو وګړو د ثبت مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۵ کال د نوومبر تر پای پورې شاوخوا ۱۱ زره او ۸۸۸ افغان وګړي د دې قانوني مکلفیت درلود چې له جرمني ووځي.

جرمني په دې وروستیو کې له سیاسي فشارونو سره مخامخ دی چې د جرمونو، ناقانونه کډوالۍ او پر ټولنیزو خدمتونو د فشارونو له امله یې د پناه غوښتنې قوانین سخت کړي. د افغانانو ایستل لا هم ډېره حساس موضوع ده، ځکه چې هلته امنیتي او بشري وضعیت نازک بلل کېږي.

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، کله چې طالبان واک ته رسېدلي، برلین په عمومي ډول د افغانانو ایستل ځنډولي دي، خو د هغو کسانو لپاره یې استثناوې رامنځته کړې دي چې په جدي جرمونو محکوم شوي وي، او وایي چې دا ډول قضیې د عامه امنیت له اړتیاوو سره تړاو لري.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبریندت «بیلد» ته ویلي چې باید «حتی افغانستان ته هم» د کسانو استول ممکن وي، او ټینګار یې کړی چې دا د جرمني د ټولنې په ګټه ده چې هغه پناه‌غوښتونکي چې جرمونه کوي، له هېواده وباسي.

نوموړي ویلي چې حکومت به دا تګلاره په «قاطع ډول» عملي کړي، او دا یې د پناه غوښتنې پر نظام د ولسي باور د ساتلو لپاره اړینه بللې ده.

د راپور له مخې، وروستی ایستل شوی کس د نشه‌يي توکو د قاچاق په جرم محکوم شوی و او له جرمني څخه تر ایستلو مخکې یې د بند یوه برخه تېره کړې وه.

دا اقدام د جرمني د مهاجرت په پالیسۍ کې د سختیو د پلي کېدو د نوې مرحلې نښه ده، په ځانګړي ډول د مجرمانو پر وړاندې، ځکه حکومت هڅه کوي چې بشري ژمنې له کورنیو امنیتي اندېښنو سره انډولې کړي.

یو شمېر افغانان هم د دې پلوي کوي چې نه یوازې جرمني بلکې نور هیوادونه هم هغه افغانان له خپلو خلورو وباسي او د طالبانو له حکومته هم وغواړي چې په افغانستان کې یې بې سزا پرېنږدي. دوی دا کار په نړۍ کې د افغانانو د بدنامۍ د مخنیوي لپاره ګټور بولي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...