Homeخبرونهپه وینزویلا کې د قدرت شبکه؛ ایا د مادورو له لرې کېدو...

په وینزویلا کې د قدرت شبکه؛ ایا د مادورو له لرې کېدو سره حکومت ړنګېږي؟

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۴ مه) د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته، دا پوښتنه راپورته شوې چې دا د تېلو بډایه هېواد به اوس څوک اداره کوي او ایا د قدرت هغه پوځي او ملکي شبکه به، چې د وینزویلا پر مهمو برخو واک لري، د ډونالډ ټرمپ غوښتنو ته غاړه کښېږدي که نه؟

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ماښام وویل چې د مادورو له نیول کېدو وروسته، د ولسمشر مرستیاله دلسی رودریګز (چې د وینزویلا د قدرت د مهمې کړۍ غړې ده) لوړه کړې او د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو سره یې هم خبرې کړې دي.

د وینزویلا د اساسي قانون له مخې، د نیکولاس مادورو د نه شتون په صورت کې، باید دلسی رودریګز د «موقتې ولسمشرې» په توګه واک په لاس کې واخلي، او د دغه هېواد سترې محکمې هم د شنبې په شپه هغې ته د دې دندې د تر سره کولو امر کړی دی.

خو د ټرمپ له څرګندونو لږ وروسته، دلسی رودریګز له خپل ورور خورخه رودریګز (د ملي شورا رئیس)، د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابلو، او دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپز سره یو ځای د وینزویلا په دولتي تلویزیون کې راڅرګنده شوه او اعلان یې وکړ چې مادورو لا هم د وینزویلا یوازینی ولسمشر دی.

دې ګډ حضور دا وښوده چې «هغه ډله چې له مادورو سره یې واک شریک کړی و، تر اوسه متحده پاتې ده».

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ په زغرده وویل چې د وینزویلا د واک مخالفې مشرې او د نوبل جایزې ګټونکې ماریا کورینا ماچادو ته د واک سپارلو مخالف دی. هغه وویل، که څه هم ماچادو د اپوزیسیون له مهمو مشرانو څخه ده، خو د وینزویلا دننه کافي ملاتړ نه لري.

د ځواکمنو کسانو کوچنۍ کړۍ

له یوې لسیزې څخه زیات وخت کېږي چې په وینزویلا کې اصلي واک د لوړپوړو چارواکو د یوې کوچنۍ کړۍ په لاس کې دی. شنونکي وایي چې د دې هېواد حکومتي سیستم پر یوې پراخې شبکې ولاړ دی چې وفادار کسان او امنیتي بنسټونه پکې شامل دي او فساد د دې سیستم د پیاوړتیا سبب شوی دی.

په داخلي کړۍ کې پوځي–ملکي توازن حاکم دی، او هر غړی خپلې ګټې او د ملاتړ شبکې لري. دا مهال دلسی رودریګز او د هغې ورور د ملکي اړخ استازیتوب کوي، او په مقابل کې پادرینو او کابلو د پوځي اړخ استازي دي.

رویټرز د امریکا د اوسنیو او پخوانیو چارواکو، وینزویلایي او امریکايي پوځي شنونکو، امنیتي سلاکارانو او د وینزویلا د مخالفانو د مرکو پر بنسټ لیکي چې د قدرت دا جوړښت، د مادورو له لرې کېدو وزوسته وضعیت ډېر پیچلی کوي او د ټول حکومت نسکورول اسانه نه دي.

یوه امریکايي چارواکي ویلي: «تاسو کولی شئ د وینزویلا د حکومت هر څو برخې چې وغواړئ لرې کړئ، خو د وضعیت د بدلون لپاره باید په بېلابېلو کچو کې ډېر لوبغاړي بدل شي.»

د کابلو تر کنټرول لاندې استخباراتي شبکه

په وینزویلا کې د بدلون یو ستر خنډ د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابلو دی، چې د پوځي او ملکي ضد استخباراتي ادارو او د هېواد د پراخې داخلي جاسوسي شبکې پر چارو ژور نفوذ لري.

د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابلو

د وینزویلا پوځي ستراتیژیست خوزه ګارسیا وایي: «اوس تمرکز پر دیوسدادو کابلو دی، ځکه هغه تر ټولو ایډیولوژیک، تاوتریخجن او نه‌اټکل کېدونکی عنصر دی.»

د ملګرو ملتونو څېړنو مخکې ښودلې وه چې د وینزویلا امنیتي اداره (SEBIN) او د پوځي استخباراتو اداره (DGCIM) دواړه د مخالفانو د ځپلو لپاره کارول شوي او د بشریت پر ضد یې جرمونه ترسره کړي دي.

یوولسو پخوانیو بندیانو، چې ځینې یې په خپله د امنیتي ځواکونو غړي وو، رویټرز ته ویلي وو چې په دې ادارو کې د مخالفانو د ځپلو لپاره برقي شاک، د ډوبولو تقلیدي طریقې او جنسي ځورونې کارول شوي دي.

په وروستیو اوونیو کې، د امریکا د پوځ د حضور له پراخېدو سره سم، دیوسدادو کابلو په دولتي ټلویزیون کې د پوځي استخباراتو ادارې ته په ښکاره وویل: «ولاړ شئ او ترهګر ونیسئ».

هغه د شنبې په ورځ، د مرمۍ ضد واسکټ او خولۍ په اغوستو او د وسله‌والو ساتونکو په ملتیا، دا څرګندونې بیا تکرار کړې او خلکو ته یې خبرداری ورکړ.

کابلو د حکومت له پلوي ملېشه ډلو، په ځانګړي ډول د وسله‌والو موټرسایکل‌چلوونکو له ملکي ډلو (کولکتیووس) سره هم نژدې اړیکې لري.

د وینزویلا مهم فعالیتونه د جنرالانو تر کنټرول لاندې

کابلو، چې پخوانی پوځي افسر او د سوسیالیستي ګوند له مهمو څېرو څخه دی، د وسله‌والو ځواکونو پر یوه لویه برخه نفوذ لري، که څه هم پوځ په رسمي ډول له لسو کلونو راهیسې د دفاع وزیر ولادیمیر پادرینو لوپز تر مشرۍ لاندې دی.

وینزویلا شاوخوا ۲۰۰۰ جنرالان او بحري امیران لري، چې دا شمېر د امریکا د جنرالانو او امیرالبحرانو د شمېر دوه برابره زیات دی.

لوړپوړي افسران د خوړو وېش، د لومړنیو توکو او د تېلو د دولتي شرکت PDVSA فعالیتونه کنټرولوي، او لسګونه جنرالان د خصوصي شرکتونو د مدیره پلاوي غړي دي.

له وینزویلا د تښتېدلو کسانو او د امریکا د اوسنیو او پخوانیو پلټونکو په وینا، پوځي چارواکي د قراردادونو تر څنګ له ناقانونه سوداګرۍ هم ګټه اخلي.

د اپوزیسیون له خوا راټول شوي امنیتي اسناد ښيي چې کابلو او پادرینو ته نژدې قومندانان د پولې په اوږدو او صنعتي مرکزونو کې پر مهمو لواګانو ګومارل شوي دي. دا لواګانې که څه هم پوځي اهمیت لري، خو په اصل کې د مخدره توکو د قاچاق پر مهمو لارو پرتې دي.

یوه حقوقي وکیل، چې د وینزویلا د لوړپوړو مشرانو له ډلې د یوه کس استازیتوب یې کړی، رویټرز ته ویلي: «د دې رژیم د بشپړ له منځه وړلو لپاره، باید له شاوخوا ۲۰ تر ۵۰ پورې پوځي افسران لرې شي، ښايي تر دې هم زیات.»

د وروستیو ورځو له بدلونونو سره، ځینې دا افسران ښايي د پوځ پر پرېښودو فکر وکړي. د همدې وکیل په وینا، یو شمېر پخوانیو چارواکو او اوسنیو جنرالانو د مادورو له نیول کېدو وروسته ورسره اړیکه نیولې، څو له امریکا سره د معلوماتو د ورکړې په بدل کې د خوندي وتلو او قانوني مصونیت هوکړه وکړي.

خو د وکیل په وینا، کابلو ته نژدې کسانو ویلي چې هغه دا مهال داسې کومې معاملې ته لېوالتیا نه لري.

1 COMMENT

  1. وروسته له وینزیویلا څخه به د کوم هیواد وار وی د ایران او یا که د شیخ ملا هیبو؟ طالبان دی له وینزیویلا څخه درس واخلی او سړی دی شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...