Homeسپورتکرکټ کې نوی جنجال؛ بنګله دېش نه غواړي هند ته لاړه شي

کرکټ کې نوی جنجال؛ بنګله دېش نه غواړي هند ته لاړه شي

تاند ( یک شنبه د مرغومي – جدي ۱۴مه)  نړیوالو رسنیو په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د بنګله دېش کرکټ بورډ هڅه کوي په راتلونکي شل اوریز نړیوال جام کې خپله لوبه له هند څخه بل هېواد ته ولېږدوي.

سرچینې وایي چې، د بنګله دېش کرکټ بورډ دغه پرېکړه وروسته له هغه کړې، چې د دوی لوبغاړی مستفیض الرحمن د ای‌پي‌اېل لوبو څخه و ایستل شو.

د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې پرون شنبه، د جنوري ۳مه ومنله چې دوی د BCCI څخه د رسمي امر ترلاسه کولو وروسته مستفیض الرحمن له خپلې لوبډلې ایستلی دی.

دا اختلافات په داسې حال کې رامنځته کېږي چې ټاکل شوې ده بنګله دېش راتلونکې میاشت هند ته د شل اوریز نړیوال جام درېیو لوبو لپاره لاړه شي.

 د هند او بنګله دېش ترمنځ کړکیچ ،تېره میاشت، د بنګله دېش په میمن سینګ ولسوالۍ کې یو هندو کارګر دیپو چندرا داس په وژل کېدو رامنځته شو.

د پیښې وروسته ۱۲ کسان ونیول شول.

د اي‌اس‌پي کریک نفو رسنۍ د معلوماتو له مخې، د مستفیض الرحمن د لرې کولو وروسته د بنګله دېش کرکټ بورډ یوه بېړنۍ غونډه کړې او پلان لري چې، د کرکټ نړیوالې شورا څخه په یوه لیک کې د ځای د بدلون غوښتنه وکړي.

تېرکال د کرکټ نړیوالې شورا د هند ملي لوبډلې ته اجازه ورکړه چې د هند او پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو له امله په متحده عربي اماراتو کې د چمپینز ټرافي لوبې وکړي.

د یادولو ده چې بنګله دېش د شل اوریز نړیوال جام ګروپي پړاو لوبې د ویسټ انډیز، انګلستان او ایټالیا په وړاندې په کلکته کې او د پړاو وروستۍ لوبه په ممبۍ کې د نیپال پر وړاندې ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...