تاند ( یک شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۴مه) د طالبانو د حکومت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر ویلي چې، امن افغانستان د ټولو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه لوی فرصت دی او باید په تهدید بدل نکړل شي.
ملابرادر دغه څرګندونې کندهار کې د یوه دارالعلوم په فراغت غونډه کې کړي.
برادر زیاته کړې دوی د هېواد هر اړخیز پرمختګ لپاره په سیاسي او اقتصادي مشارکت باور لري او دا مشارکت تېرو څلور کلونو کې پیاوړی شوی دی.
نوموړي ډاډ څرګند کړی، چې د نظام او حکومت په چوکاټ کې موازي سیاسي جریانونه، مخالف جهتونه او د ملي پرېکړو پر وړاندې ګواښوونکي اعمال له منځه تللي او له بلې خوا اداري مشارکت، اداري شفافیت، د اقتصادي زېربناوو جوړول، عامه خدمتونو وړاندې او ملي رضایت لوړ شوی.
ملا برادر له علماوو هم غوښتي، چې د پېغور او تېزې ژبې پر ځای دې په نرمه ژبه خلک سمې لارې ته راوبولي.