تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۴ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا په دې سخته نیوکه وکړه چې امریکا په افغانستان پوځي تجهیزات پرېښودل او ویې ویل چې دې چارې د امریکا نړیوال حیثیت ته زیان رسولی و، خو ادعا یې کړې چې اوس امریکا یو ځل بیا په نړیوال ډګر کې خپل درناوی بېرته ترلاسه کوي.
ټرمپ دا خبرې وروسته له هغه وکړې چې په وینزویلا کې د برید په پایله کې د دغه هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو ونیول شو.
ټرمپ له فاکس نیوز سره په مرکه کې د امریکا د اوسني پوځي ځواک وضعیت له هغه حالت سره پرتله کړ چې په ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته رامنځته شوی و.
ټرمپ وویل: «اوس موږ داسې هېواد لرو چې درناوی یې کېږي. ما په خپله لومړۍ دوره کې پوځ بیا ورغاوه، خو هغوی د دې پوځ یوه برخه (وسلې) ورکړه — که څه هم یوه کوچنۍ ټوټه بلل کېده، خو په حقیقت کې ډېره زیاته وه. هغوی دا تجهیزات په بېسارې ناپوهۍ افغانستان ته پرېښودل.»
هغه زیاته کړه چې له افغانستانه وتلو امریکا په نړیواله کچه کمزورې وښوده، او ویې ویل: «دا له افغانستان سره پرتله کړئ، چېرې چې موږ د ټولې نړۍ د ټوکو موضوع ګرځېدلي وو. اوس موږ نور د ټوکو موضوع نه یوو.»
ټرمپ دا هم وویل چې د امریکا پوځ اوس تر بل هر وخت پیاوړی دی او بېسارې وړتیاوې او تجهیزات لري.
هغه زیاته کړه: «اوس موږ د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لرو، بېله شکه. موږ د نړۍ تر ټولو غوره پوځي تجهیزات لرو، بېله شکه.»
ټرمپ تر دې وړاندې هم څو ځله له افغانستان څخه د امریکا د وتلو پر څرنګوالي نیوکې کړې دي؛ هغه وتل چې د ده د حکومت په مهال د دوحې د موافقې په نتیجه کې د ولسمشر جو بایډن ادارې عملي کړل.
خو د بایډن اداره د دې پرېکړې دفاع کوي او وایي چې د ځواکونو په ایستلو یې شل کلنه جګړه پای ته ورسوله او دا کار د هغې هوکړې پر بنسټ ترسره شول چې د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال شوې وه.