یوه ورځ مې تېر مازدیګر په بازار کې قدم واهه، چې د کوترو په یوه سېل واوښتم. د خلکو په ګڼه ګوڼه کې یې بې غمه غومبرونه وهل، دانې یې ټولولې او یا پورته کېدې-کېناستې. خارج ته له وتلو وروسته مې لومړی ځل مرغان لیدل، چې د انسانانو په منځ کې ګرځي.
وطن کې خو مرغان پاتې نه دي، چې دي هغه خدازده چېرې پټ وو، یا به زموږ ورپام نه و.
د نژدې دوکان پر چوتره ورته کېناستم. ناڅاپه له کوم لوري یوه سپینه کوتره راغله پر څنګل مې کېناسته، اوږې ته یې ټوپ وهل او په بل ټوپ مې سر ته وختله.
ځان مې ټینګ کړ، چې و نه ډاره شي، خو کوترې مې په سپینو ببرو وېښتو کې داسې ټونګره وهله، ته وا بت-منګی ناست یم.
مورکۍ مې راپه زړه شوه، چې په رخصتیو کې به یې کور ته له راتګ سره سم څنګ ته څمالستم، درنه عسکري خولۍ به یې رانه ایسته کړه او په خریلې ککرۍ به یې زېږې ګوتې تر هغو راتېرولې، چې خوب به یوړم.
نور سعید
جنوري درېیمه
۲۰۲۶
لوټن-برېتانیا