د سپوتنیک نومي انګلیسي ژبی مجلې څخه د (ډک جوال ژبې) تر نوم لاندې د محبوب جلالزي یوه کوچنۍ ژباره. دا مطلب په ۱۳۶۵کال کې ژباړل شوی دی .
« ډک جوال ژبې »[1]:
د لرغونو عربي افسانوي روایتونو پر بنسټ، لوی څیښتن یو ستر جوال درلود، چې ژبې يي په کې ساتلي وي. د نړۍ په شا وخوا باندې د یون(سفر) په ترڅ کې يې وګړو ته په خپل جوال کې د راټولو شویو ژبو څخه یوه، یوه وویشله. په دې لړ کې یوازې قفقاز پاته و او تر هغه مهاله پوري ډیري ژبي لا ویشلي شوي نه وي. له دې امله لوی څیښتن خپل جوال په اسانۍ سره د قفقاز دغرونو د پاسه تش که، دهمدغه افسانوی روایت منبع په خپله د قفقازی ژبو حیرانونکی روایتی « تنوع » ده د لرغونی یونان د ځمکو (جغرافيي» عالم سترابو لیکلي چې په قفقاز کې درۍ سوه ټبرونه راټول شوی دي. هیڅ یو یی د خپل ګاونډې ټبر په ژبه نه پوهیږي.د دغه پوه اند تری وې اندازې پورې مبالغه بریښي. نن، نن زموږ په پیړۍ کې قفقازیان په پینځوسو،ژبو ګړیږي یا خبری اترې کوي) په داسي حال کې چې دغه ژبې بیا ګړد دودونو اوګړد ډولونو(لهجو اولهجو ډولو) په لویه مجموعه باندې ویشلي شوې دي. په جورجیایي او ارمني ژبو باندې میلیونونه تنه ګړیږي، په داسې حال کې چې دوئ یوازې د دوکلیو، ارچې د یوه کلي اویانسب یوازی د یوه بل کلي د ځايي اوسیدونکو له خوا کاروله کیږي(استعمالیږي) ژب پوهانو ورته د ډک جوال ژبو اصطلاح رامنځ ته کړي. نړۍ ډیرل ږ دغه ډول ځایونه لري. کالفورنیا، د امازون جهیل، د هندوکش دغرونولړۍ او قفقاز په احتمال سره د نړئ د ژبو په اندازه کې ریکارد ټینګ کړی دی. پای